د پاکستان او ایران  اړیکې تاریخي ریښه لری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i146160-د_پاکستان_او_ایران_اړیکې_تاریخي_ریښه_لری
جلیل عباس جیلاني  د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۵کلیزې په باب د مبارکۍ په وئيلو سره ووئيل،ایران او پاکستان په نړیوالو ټولنو کې سره ښې ملګرتیاوې لري او له یوه بله ملاتړ کوي.
(last modified 2024-02-13T20:41:39+00:00 )
Feb 14, 2024 01:08 Asia/Kabul

جلیل عباس جیلاني  د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۵کلیزې په باب د مبارکۍ په وئيلو سره ووئيل،ایران او پاکستان په نړیوالو ټولنو کې سره ښې ملګرتیاوې لري او له یوه بله ملاتړ کوي.

د پاکستان خارجه وزیر ووئیل، د ایران او پاکتسان پياوړي اړیکې   په تاریخ ،مذهب، کلتور او ګډو ارزښتونو کې  ریښه لري.

ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ ، د پاکستان  خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني په اسلام اباد کې د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د کلیزې ددستورو ترڅنګ  ددواړوهیوادونو داړیکو دسوئې په باب ټینګار وکړ، د پاکستان او ایران پياوړو او تاریخي اړیکو  له یوه نسله تر بل نسل پورې  دوام درلودلی دی  او همدنااوس  ددواړو هیوادونو سیاسی او اقتصادي اړیکې په ډيره ښه سویې کې  دي.

جلیل عباس جیلاني  د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۵کلیزې په باب د مبارکۍ په وئيلو سره ووئيل،ایران او پاکستان په نړیوالو ټولنو کې سره ښې ملګرتیاوې لري او له یوه بله ملاتړ کوي.

په اسلام اباد کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم هم ووئیل،  له ۴۵کلونو وروسته د اسلامی انقلاب پیغام دا دی چې  له ټولو دښمنیانو سره سره ، د ایران اسلامی جمهوریت  د اسلام په پاک دین په کلک ایمان  سره او د خپلې خپلواکه فیصلې په اساس  ئې له ظلم او ستم سره د مبارزې په بهیر کې کلک مقاومت کړی اوښې بریاوې هم ترلاسه کړي دي چې دغه بهیر هماغه راز دوام لري.