د تهران او اسلام آباد اړیکې تاریخي دي
په مذهبي چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم استازي وویل: پاکستان او ایران دوه ګاونډي او مسلمان هیوادونه دي او تاریخي اړیکې لري.
په مذهبي چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم استازي وویل: پاکستان او ایران دوه ګاونډي او مسلمان هیوادونه دي او تاریخي اړیکې لري.
"حافظمحمدطاهر محموداشرفي" په اسلام آباد کښې د ایران پریس خبریال ته په یوې ځانګړې مرکې کښې، د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په مبارکۍ او د دواړو هیوادونو د اړیکو د سویې ورځ تر بلې لوړیدو په هیلې سره وویل: ایران او پاکستان د دوو ګاونډي هیوادونو په توګه په خپلو کښې تاریخي اړیکې لري.
هغه همداشان د فلسطین مسئلې او د غز ې وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره وویل: د باکستان، ایران، عربستان، مصر او نړیوالې ټولنې ډیره مهمه اندیښنه، د فلسطین مسئله ده ترڅو په ګډې ملګرتیا سره د غزې روان حالات پاې ته ورسوي.
پاکستاني متفکر علامه «سیدافتخار حسین نقوی» هم د ایران پریس خبریال ته وویل: پاکستان او ایران د یوې کورنۍ د غړو په شان دي او د قرآن کریم په لاره روان دي او داسې کلتوري اشتراکات لري چې د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراختیا باندې مهمه اغیزه لري.