پاکستان او ترکیه پخپلو کې سره پوځي ملګرتیاوې نوره هم پراخوي
د ترکیې د پوځي پلاوي مشر دغونډې ترڅنګ له لوړوپوړو پاکستانیو چارواکو سره هم لیده کاته کړي دي،دواړو خواؤ ډاډ څرګند کړی دی چې دپوځي ملګرتیاؤ او ګډو مشقونو د پراختیا او زیاتیدا لپاره هڅه کوي او تر لوړحده به ئې ورسوي.
زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ، دپاکستان او ترکیې ترمینځ د پوځي ډائيلاګ ډلې په لوړه سویه څلور ورځنۍناستې ترڅنګ چې د پاکستان په دفاع وزارت کې د فرورۍ له دیارلسمې نیټې پیل شوې چې تر نن ناوخته پورې په دوام ولري ، ددواړو هیوادونو لوړپوړو پوځي چارواکو د دوو اړخیزو پوځي ملګرتیاؤ او راشه دیرشه په باب هم خبرې اترې کړي دي. په دغې دوه اړخیزو خبرواترو کې د پاکستان د پوځي ډائيلاګ کمیټې مشري جنرال ریټایرډ حمود الزمان کوي او دترکیې د پلاوي مشري هم د ترکیې د پوځ قایمقام لوي درستیز جنرال عرفان اوزسرټ کوي.
د ترکیې د پوځي پلاوي مشر دغونډې ترڅنګ له لوړوپوړو پاکستانیو چارواکو سره هم لیده کاته کړي دي،دواړو خواؤ ډاډ څرګند کړی دی چې دپوځي ملګرتیاؤ او ګډو مشقونو د پراختیا او زیاتیدا لپاره هڅه کوي او تر لوړحده به ئې ورسوي. همداراز په دغو لیدو کتو کې د امنیتی چارو ،دترهه ګرۍ ضد فعالیتونو او موجوده سیمه ایزو جغرافیائي ، پوځي او سیاسی حالاتو په باب هم بحث او د نظر تبادله شوې ده .
پر دې سربیره ، دواړو لورو تیر کال په ترکیې کې ددغې پوځي ډائيلاګ کمیټې ( ایچ ،ایل، ایم ،ډي جي ) له غونډې وروسته په شوي پرمختګ هم ارزونه وکړه ، او د ګډو مشقونو ،راشه دیرشه او دفاعی تجهیزاتو او سازوسامان دګډو محصولاتو په باب هم بحثونه وشول. په دې ناستې کې وټاکل شوه چې د پاکستان او ترکیې د دفاعي پوځي ډائيلاګ راتلونکي نولسمه ناسته هم د ۲۰۲۵کال په ټاکل شوي شپو ورځو کې په ترکیې ترسره شي.