پاکستان کې د حضرت امام مهدي ع د زوکړې ورځ ونمانځل شوه
Feb 25, 2024 11:35 Asia/Kabul
د پاکستان د خیبرپښتونخوا په پاړه چنار سیمه کې د دولسم امام حضرت مهدي علیه السلام د نیمکمرغه زوکړې مراسم ونمانځل شول.
حضرت مهدي علیه السلام د دوه سوه پینځه پنځوسم هجري قمري کال د شعبان د میاشتې د پینځلسمې نیټې په سهار د عراق په سامرا ښار کې وزیږید، د هغه حضرت پلار حضرت امام حسن عسکري علیه السلام او ګرانه مور یې« نرجس خاتون» نومیږي.
حضرت امام مهدي علیه السلام له زیږیدا وروسته کابو پینځه کاله د خپل ګران پلار تر سرپرستۍ لاندې په نیمه مخفي ډول(پټ ډول) ژوند کاوه.
په پاړه چنار کې د مراسمو ګډونوالو د سلام فرمانده ترانه هم وړاندې کړې.
ټیګونه