پاکستان کې د حضرت امام مهدي ع د زوکړې ورځ ونمانځل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i146710-پاکستان_کې_د_حضرت_امام_مهدي_ع_د_زوکړې_ورځ_ونمانځل_شوه
د پاکستان د خیبرپښتونخوا په پاړه چنار سیمه کې د دولسم امام حضرت مهدي علیه السلام د نیمکمرغه زوکړې مراسم ونمانځل شول.
(last modified 2024-02-25T07:44:01+00:00 )
Feb 25, 2024 11:35 Asia/Kabul

د پاکستان د خیبرپښتونخوا په پاړه چنار سیمه کې د دولسم امام حضرت مهدي علیه السلام د نیمکمرغه زوکړې مراسم ونمانځل شول.

حضرت مهدي علیه السلام د دوه سوه پینځه پنځوسم هجري قمري کال د شعبان د میاشتې د پینځلسمې نیټې په سهار د عراق په سامرا ښار کې وزیږید، د هغه حضرت پلار حضرت امام حسن عسکري علیه السلام او ګرانه   مور یې« نرجس خاتون» نومیږي.

حضرت امام مهدي علیه السلام له زیږیدا وروسته کابو پینځه کاله د خپل  ګران پلار تر سرپرستۍ لاندې په نیمه مخفي ډول(پټ ډول) ژوند کاوه.

په پاړه چنار کې د مراسمو ګډونوالو د سلام فرمانده ترانه هم وړاندې کړې.