د پاکستان په تجارتي نندارتون کې د ایران قدرتمند شتون
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i147292-د_پاکستان_په_تجارتي_نندارتون_کې_د_ایران_قدرتمند_شتون
 د بهرنیو شرکتونو په شتون سره د پاکستان د صنعت او تجارت شلم نندارتون ترسره کیدا د ایرانیو شرکتونواره یو ډیرمهم فرصت برابرکړی څو په یوه  قدرتمند شتون سره له نورو بهرنیو شرکتونو سره سیالي وکړي.
(last modified 2024-03-07T07:05:47+00:00 )
Mar 07, 2024 11:29 Asia/Kabul
  • د پاکستان په تجارتي نندارتون کې د ایران قدرتمند شتون

 د بهرنیو شرکتونو په شتون سره د پاکستان د صنعت او تجارت شلم نندارتون ترسره کیدا د ایرانیو شرکتونواره یو ډیرمهم فرصت برابرکړی څو په یوه  قدرتمند شتون سره له نورو بهرنیو شرکتونو سره سیالي وکړي.

د ایران اسلامی جمهوریت د پاکستان د اقتصاد د زړه په توګه په کراچۍ کښې ددغه هیواد په درې ورځنی نندارتون کښې په یوه خصوصي  پوِیلیّن سره  ګډون کوي.

ایرانی پِولیّن د کراچۍ په نړیوال نندارتون کې د پاکستان، چین او سپينې روسیې  درو هیوادونو ترڅنګ د هغو داخلی او بهرنیو شرکتونو ،پانګوالو او تولیدونکو کوربه دی چې له ایرانیو لورو سره  د مشارکت او ملګرتیا په لټه کې دي.

داپه دې معنا ده چې  ایران د یوه مهم سیمه ایز اقتصادي قطب په توګه د پانګونې دمدیریّت لپاره له آئيډیالو او مناسبو شرائطو  څخه برخمن دی او د چین په څير د نورو قدرتمنو ا قتصادي  هیوادونو ترڅنګ په اقتصادي او تجارتي  ډګر کې ځان رابرسیره کولی شي.

 د سیمې د مسئلو یو کارپيژاند محسن رویی صفت په  دې باب وائي،د دوستانو اودښمنانو په  اعتراف سره،د ا یران اسلامی جمهوریتد امریکا د څه دپاسه څلورلسیزو بندیزونو  له زغملو سره سره،په سیمه ایزه او نړیواله سویه د  اقتصادي پرمختګ د بیلګې  په وړاندې کولو بریالی شوی او اوس نړۍ ددې شاهده ده چې ایران د نړیوال تجارت په ترټولو مهمو نندارتونونو کې  هم د اقتصادي مشارکتونو  د جذبونکي عامل په توګه عمل ک کولی شي.

د کراچۍ نندارتون  د صنعت او تجارت په حوزې کې د پاکستان ترټولو لویه نړیواله پیښه  حسابیږي او ایرانیو شرکتونو  په دغه ډګر کې خپلې توانمنئ  نندارې ته وړاندې  کړي دي.

 په حقیقت کې  وئيل کیدلی شي،د پاکستان د تجارت او صنعت  شلم نندارتون،په چابهار بندر کې  پاکستان ته د صادراتو په وروستي نړیوال نندارتو پسې  د ایرانیو شرکتونو په قدرتمن شتون سره په دغه ګاونډي هیواد کې  لومړڼۍ نندارتون دی.

 ددغه شان نندارتونونو ترسره کیدا د ایران د اسلامی جمهوریت پشمول  د ګاونډیو هیوادونو دتجارتي  ظرفیتونو د پيژندلو لپاره  یو ډیر مهم فرصت دی. له دې امله  په تیرو  دوو کلونو کې  په کراچۍ ښار کې د ایران په شتون سره  څلور نندارتونونه  او په ترتیب سره  په لاهور او اسلام اباد کې دوه نندارتونونه ترسره شوي دي.

ایران او پاکستان  داسې ګاونډیان دي چې   تل ئې خپلې  اړیکې مخ په  وده دي ،البته  هیڅکله هم د دوي تجارتي مبادلات ددواړو لورو  رضایت نه دی جلب کړی.

 د دوي  یو ترټولو مهم دلیل، د یوه بل له ظرفیّتونو څخه د ایران او پاکستان دتاجرانو نه  خبریدا ده  او تمه کیږي،  د  تجارتي نندارتونونو په ترسره کیدا سره  ددواړو  خواؤ له  ټيکنالوجیکي او صنعتي تجارتي  ظرفیّتونو څخه د تاجرانو خبریدا  لازیاته شي.

 د پاکستان  د ۲۴۰میلیون  نفوسي بازار او  د ایران له اسلامی جمهوریت سره ئې کابو زر کلومیټري پولې،د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ په تجارت کې اغیزشیندونکي  ځانګړنې دي،په دې شرط چې سرحدي سرحدي بازارچې  لا زیاتې  فعالې شي.

د ایران اسلامی جمهوریت، دتیلو او ګیسو او کرهڼیزو ټيکنالوجیو په مختلفو صنعتي برخو کې د لویدیځ  له پراخو بندیزونو سره سره ډير ښه پرمختګونه کړي دي  او د اړیکو د پراختیا او ددټيکنالوجۍ  د منتقلولولپاره ئې تل خپل چمتووالی اعلان کړی دی.

له  دې امله  وئيل کیدلی شي،ددواړو لورو په تجارتي او صنعتي  نندارتونونو کې د ایران او پاکستان  فعال ګډون،د دوو اړخیزو  اړیکو د پراختیا په وړاندې  یو روښانه افق  پرانیزي.

په عین حال کې  له مختلفو هیوادونو څخه نور شرکتونه او تاجران بلدیږي  چې پر داخلی توانمنیو   په تکیې سره په ټولو برخو کې آئيډیل  ودې ته رسیدلی شي.