اسلامي نړۍ له سپکاوي رسونکو سره د چلند غوښتنه کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په کراچۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول «حسن نوریان» له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو د ویرولو ښکارنده د لویدیځو رسنیو او د استکباري قدرتونو په مدیریت سره یوه صهیونیسټي پروژه وبلله او ویې ویل اسلامي دنیا د نړیوالې ټولنې د چوپتیا د ختمیدا او د مسلمانانو سپیڅلتیاو ته له سپکاوي کونکو کسانو سره د چلند کولو غوښتنه کوي.
هغه پرون د پاکستان د سیند صوبې په کراچۍ ښار کښې له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو د ویرولو او د نړیوالې سولې لپاره د ګواښ په نوم سره له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو له ویرولو سره د مقابلې د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت وویل بې شکه دغه ورانونکي ښکارنده د مسلمانانو پرضد د تاوتریخوالي، له اسلام سره د مقابلې د دودیدا ، د نفرت او د تاوتریخوالي د زیاتیدا سبب ګرځي.
حسن نوریان وویل له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو ویرول نن سبا د بشري حقوقو ، د نړیوال امنیت او سولې لپاره ګواښ او د ځمکې په کرې کښې په ګډه ژوند کولو او د ملتونو ترمینځ د سوله ئیزو اړیکو لپاره یو ګواښ دی.
په کراچۍ کښې د ایران سرکنسول حسن نوریان زیاته کړه په حقیقت کښې له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو ویرول د لویدیځو رسنیو لخوا د منفي ذهني انځور رامینځته کول دي.