کابل د هند په مرسته ۷ زره پاکستاني طالبان پالي
دغه ادعا، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني په تازه څرګندونو کې کړې ده
د پاکستان له نوي حکومت سره د اړیکو د ښه کېدو په تړاو د افغان طالبانو له هیله مندۍ سره- سره، دا ځل پاکستان مدعي شوی چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټي ټي پي ۷ زره وسله وال فعال دي.
د تاند خبري سایټ په لیکنه، دغه ادعا، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني په تازه څرګندونو کې کړې ده.
د هغه په وینا، په دې برخه کې پاکستان ثبوتونه هم لري.
درانی زیاتوي: دغه اسناد ثابتوي چې هندوستان د ټي ټي پي وسله والو د تمویل پیسې د افغانستان د واکمنو د استازو په لاس ورکوي.
د پاکستان استازي دا هم ویلي چې د طالبانو واکمن دولت د دومره پاکستاني طالبانو او د هغوي د کورنیو لګښتونه، نه شي لنډولی؛ ځکه خو د ده په باور، له هندوستان نه ورته پیسې اخلي.
هغه وایي پاکستان د افغان طالبانو ته واضحه کړې وه چې ټي ټي پي د پاکستان لپاره “سره کرښه” ده.