د ایران د ګیس پایپ لاین د پاکستان لپاره ډیر اهمیت لري
د پاکستان د پارلمان نوي مشر د اسلام اباد او تهران د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره د پارلماني صلاحیتونو په کارولو باندې په ټینګار سره وویل چې له ایران څخه د ګازو نل لیکه د پاکستان د انرژۍ د اړتیاو د پوره کولو لپاره حیاتي اهمیت لري.
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د پارلیمان نوی مشر سردار ایاز صادق په دغه هیواد کښې د ایران له سفیر رضا امیری مقدم سره په کتنې کښې زیاته کړه: د دواړو هیوادونو د پارلیمانونو له ظرفیتونو څخه باید د تجارت د حجم د پیاوړتیا او د اقتصادي ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره کار واخیستل شی.
سردار ایاز صادق د سیمه ایزې او نړیوالې سوداګرۍ د زیاتولو لپاره د ایران او پاکستان د جغرافیایی موقعیت اهمیت ته په اشارې سره وویل: په ګډو پولو کښې د دوه اړخیز تجارت پیاوړتیا او د اقتصادی ملګرتیاو د پراختیا لپاره د تخنیکی مسائلو حل کول ضروري دي.
د پاکستان د پارلیمان مشر همدارنګ په دې خبرې باندې په ټینګار سره چې هېواد یې له ایران سره د اقتصادی ملګرتیاو د پیاوړتیا، د تجارتی او سوداګري پلاویو د راتګ او راتګ او په تېره بیا د خصوصي او عامه سکټورونو ترمېنځ د تعامل هرکلی کوي، وویل: له ایران سره د ګازو د ګډې پروژې له لارې به د ایران اسلامی جمهوریت د پاکستان د انرجۍ اړتیاوې پوره کړی او دا ډیره مهمه پروژه ده.
امیري مقدم هم د پاکستان د پارلیمان د مشر په توګه د سردار ایاز صادق د انتخابیدو مبارکي وویله او هیله یې څرګنده کړه چې د تهران او اسلام آباد ترمینځ د ملګرتیا نوی بهیر په تیره بیا د پارلیماني ډیپلوماسۍ په ډګر کښې ملګرتیاوې زیاتې شي.