د لګښتونو د مخنیوي په موخه د پاکستاني چارواکو سفرونه محدود شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i147882-د_لګښتونو_د_مخنیوي_په_موخه_د_پاکستاني_چارواکو_سفرونه_محدود_شوي
د پاکستان د نوي حکومت کابینې په تازه پرېکړې کې د وزيرانو او حکومتي چارواکو لپاره د بهرني تګ راتګ پالېسي اعلان کړې، چې له مخې یې چارواکي نه شي کولای چې په پنځه ستوریزو هوټلونو کې پاتې شي او له ځانه سره اضافه مرستندویه کارکوونکي ولري.
(last modified 2024-03-19T05:43:49+00:00 )
Mar 19, 2024 10:11 Asia/Kabul
  • د لګښتونو د مخنیوي په موخه د پاکستاني چارواکو سفرونه محدود شوي

د پاکستان د نوي حکومت کابینې په تازه پرېکړې کې د وزيرانو او حکومتي چارواکو لپاره د بهرني تګ راتګ پالېسي اعلان کړې، چې له مخې یې چارواکي نه شي کولای چې په پنځه ستوریزو هوټلونو کې پاتې شي او له ځانه سره اضافه مرستندویه کارکوونکي ولري.

په داسې حال کې چې د پاکستان اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی او نوي حکومت له ای ایم ایف څخه د پورونو غوښتنه کړې، د نوي حکومت کابینې دغه پرېکړه پرون اعلان کړه.

په نوې پالیسۍ کې د ناڅرګنده حالاتو په صورت کې بهر ته د سفر کولو لپاره، له ځانګړې کمېټۍ اجازه اخیستل لازمي ګرځول شوي.

له دغه بندیز څخه د معافیت لپاره باید وزیران او لوړپوړي چارواکي له لومړي وزیر څخه اجازه تر لاسه کړي.

د پاکستان د کابینې له خوا د دغې لایحې د تایید عوامل په پاکستان کې اقتصادي ستونزې او د مصارفو کنټرول په ګوته شوي دي.