المصطفی ویلفیئر ټرسټ په سیمه کښې د خیرښیګڼې په کارونو بوخت دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i148610-المصطفی_ویلفیئر_ټرسټ_په_سیمه_کښې_د_خیرښیګڼې_په_کارونو_بوخت_دی
المصطفی ویلفیئر ټرسټ په بنګش اورکزی او پاراچنار کښې د فلاحی خدماتو ترڅنګ د صحت او تعلیم په ډګر کښې هم د مومنانو په خدمت بوخت دی.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Apr 29, 2024 08:09 Asia/Kabul
  • مولانا قیصر عباس
    مولانا قیصر عباس

المصطفی ویلفیئر ټرسټ په بنګش اورکزی او پاراچنار کښې د فلاحی خدماتو ترڅنګ د صحت او تعلیم په ډګر کښې هم د مومنانو په خدمت بوخت دی.

المصطفی ویلفیئر ټرسټ په بنګش اورکزی او پاراچنار کښې د فلاحی خدماتو ترڅنګ د صحت او تعلیم په ډګر کښې هم د مومنانو په خدمت بوخت دی.

د المصطفی ویلفیئر ټرسټ مشر مولانا قیصر عباس تهران راډیو ته په یوې ځانګړې مرکې کښې وویل چې دغه اداره په بنګش اورکزی او پاراچنار کښې د فلاحی خدماتو ترڅنګ د صحت او تعلیم په ډګر کښې هم د مومنانو په خدمت لګیا ده.

له سیمې زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې، دغې رفاهي ادارې د روان کال په رجب میاشتې کښې د ۷۵ مومنینو له ودونو کولو وروسته اوس په شوال میاشت کښې یوځل بیا د ځوانانو د ودونو تابیا کړې ده.

خبر زیاتوي چې دغه اداره د خدای په فضل توانیدلې چې د اړمنو کسانو لپاره کار روزګار برابر کاندي.

المصطفی ویلفیر ټرسټ له تیر یو کال راهیسې په خپل د ګُردې د ناروغانو لپاره په خپل ډایلاسز مرکز کښې د ناروغانو مفته درملنه کوي او په دې لړ کښې یې تراوسه د زرو ناروغانو علاج کړی دی.

په رپورټ کښې راغلي چې د المصفی ویلفیر ټرسټ غړي هوډ لري چې د خدماتو دغه دایره په تیره بیا د صحت او تعلیم په برخو کښې لاپراخه کړي.