بلوچستان کې ترافیکي پېښې له امله ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
May 30, 2024 03:45 Asia/Kabul
د پاکستان د بلوچستان په واشک سیمه کې تېره ورځ یو مسافر وړنکي بس موټر د چپه کېدو پېښه کې د ماشومانو او میرمنو په ګډون ۲۸ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دی.
د سیمه ییزو مسؤلینو په وینا؛ یاده پېښه د مسافر وړونکې بس موټر د ټایرونو د چاودنې له امله رامنځته شوې چې وروسته بس له پول لاندې غورځیدلی.
د دغه پېښې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي او ویل کیږي، د ځینو روغتیایي حالات هم نازک دی.
پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، دغه بس چې له ګوادر څخه کوټې ته روان و په کلغلي سیمه کې د ټایرونو د چاودېدو له امله چپه شوی دی.
ټیګونه