شهباز شریف له شي جین پینګ سره کتنه کوی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې شریف به د دغه سفر په ترڅ کې د چین له لومړي وزیر لي کیانګ او د دغه هېواد د مهمو څانګو له مشرانو سره هم وګوري.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف راتلونکې د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره د لیدنې او خبرواترو لپاره بیجینګ ته ورځي.
جیونیوز راپور ورکړی چې ټاکل شوې شهباز شریف د جون پر ۴مه چین ته خپل پنځه ورځنی سفر پیل کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې شریف به د دغه سفر په ترڅ کې د چین له لومړي وزیر لي کیانګ او د دغه هېواد د مهمو څانګو له مشرانو سره هم وګوري.
د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي اړيکو پياوړتيا، سوداګري او پانګونه، د دفاعي او امنيتي همکاريو پياوړتيا، انرژي، فضا، ټکنالوژي، ښوونه او روزنه او کلتور به د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د خبرواتروچورلیزونه وي.
شهبازشريف به همداراز په دې سفر کې د چين د کرنيزو او اقتصادي سيمو څخه په لیدنه کې د تیلو او ګازو، انرژۍ او د نويو معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې د دغه هېواد د مشهورو شرکتونو له مشرانو سره وګوري او خبرې اترې وکړي.
دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د روان کال د مارچ پر ۲۶مه په خیبرپښتونخوا ایالت کې د چینايي انجینرانو پر موټر چاودنې پنځه کسان ووژل.