په سرې بحیرې کښې د برطانیې په جنګي بیړۍ برید شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i149272-په_سرې_بحیرې_کښې_د_برطانیې_په_جنګي_بیړۍ_برید_شوی
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند په سور سمندر کښې په برطانوي جنګي بیړۍ او همداشان په نسل وژونکي صهیونیسټي رژيم پورې په اړوندو دوو کشتیو باندې د حملې خبر ورکړ.
(last modified 2024-06-09T23:13:06+00:00 )
Jun 10, 2024 02:28 Asia/Kabul
  • په سرې بحیرې کښې د برطانیې په جنګي بیړۍ برید شوی

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند په سور سمندر کښې په برطانوي جنګي بیړۍ او همداشان په نسل وژونکي صهیونیسټي رژيم پورې په اړوندو دوو کشتیو باندې د حملې خبر ورکړ.

د ایرنا د خبر له مخې جنرال «یحیی سریع» پرون ویلي چې د یمن د وسله والو ځواکونو توغندوي یونټ په سرې بحیرې کښې د برطانیې په Diamond نومې جنګي کشتۍ باندې د یوشمیر بالسټک توغندیو حمله کړې ده.

هغه زیاته کړه چې د یمن سمندري، هوايي او توغندوي ځواکونو په دوو عملیاتو کښې د سمندري او بالسټک توغندیو او د بې پایلټه الوتکو په کارولو سره، د Norderney او MSC Tavvishi په نامو په نیواکګر رژیم پورې اړنده دوو کشتیو باندې حمله وکړه چې له امله یې وړومبۍ کشتۍ اور واخیسته او دویمه کشتۍ هم لګیدلې ده.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند زیاته کړه: په نښه شویو کشتیو د نیواکي ټاټوبي د بندرونو په لور په تګ د بندیز د حکم خلاف ورزي کړې او په هم دې وجه پرې حمله وشوه.

د ویلو ده چې د یمن پوځ په تیرو څو میاشتو کښې په غزه کښې د فلسطین له مقاومته په ملاتړ کښې په سرې بحیرې او باب المندب کښې په ګڼو امریکايي، برطانوي او صهیونیسټي کشتیو باندې حملې کړې دي او د نیواکي فلسطین په لور د تلونکو کشتیو مخه یې نیولې ده.