نړیوال بانک پاکستان ته ۱۵۰ میلیون ډالره پور منظور کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i149426-نړیوال_بانک_پاکستان_ته_۱۵۰_میلیون_ډالره_پور_منظور_کړ
نړیوال بانک په پنجاب صوبه کې د ماشومانو د زده کړو د ملاتړ لپاره پاکستان ته ۱۵۰ میلیون ډالره پور منظور کړ.
(last modified 2024-06-15T22:38:58+00:00 )
Jun 16, 2024 03:07 Asia/Kabul
  • نړیوال بانک پاکستان ته ۱۵۰ میلیون ډالره پور منظور کړ

نړیوال بانک په پنجاب صوبه کې د ماشومانو د زده کړو د ملاتړ لپاره پاکستان ته ۱۵۰ میلیون ډالره پور منظور کړ.

نړیوال بانک وايي، پاکستان ته د دې پور ور کولو سره غواړي چې پنجاب صوبه کې له زده کړو بې برخې ماشومان لومړنیو ښوونځیو ته جذب شي.

تمه ده چې د دې پور پروژې سره پنځه میلیونه ماشومانو، ۷ زره سرښوونکو، یو لک ۶۵ زره ښوونکو او تر درېیو زرو ډېرو روزونکو ته مخامخ ګټه ورسېږي.

په پاکستان کې نږدې ۲۶ میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي، چې له دې شمېرې یوازې اوه میلیونه په پنجاب کې دي.

نړیوال بانک تېره اونۍ د داسو برېښنا بند د جوړولو لپاره پاکستان ته یو میلیارد ډالر پور تصویب کړ.

دا بانک وايي، چې داسو بند ځايي ټولنو ته ټولنیز او اقتصادي خدمتونه برابروي.