د کابل او اسلام اباد ترمنځ سړې اړیکې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i149534-د_کابل_او_اسلام_اباد_ترمنځ_سړې_اړیکې
په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر ویلي، په داسې حال کې چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې له طالبانو سره مخالف هېوادونه په تدریجي ډول اړیکې ټینګوي، د اسلام اباد د حکومت او کابل ترمنځ اړیکې له آټکل زیاتې سړې شوي دي.
(last modified 2024-06-19T07:10:06+00:00 )
Jun 19, 2024 11:38 Asia/Kabul
  • د کابل او اسلام اباد ترمنځ سړې اړیکې

په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر ویلي، په داسې حال کې چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې له طالبانو سره مخالف هېوادونه په تدریجي ډول اړیکې ټینګوي، د اسلام اباد د حکومت او کابل ترمنځ اړیکې له آټکل زیاتې سړې شوي دي.

منصور احمد خان له افغانستان سره د ښه ګاونډيتوب د پاليسۍ په شتون باندې په ټينګار سره ویلي: کابل اوس هم د اسلام آباد د بهرني سياست لپاره ټاکونکى عامل ګڼل کيږي.

احمد خان د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه زره شپږ سوه  کيلومتره ګډې پولې او د ژورو کلتوري اړيکو شتون ته په اشارې سره ویلي: د دواړو هېوادونو او دواړو خواوو د ټولنو انزوا غير طبيعي او ناشونې ده.

هغه په ​​تېرو پنځوس کلونو کې د نړۍ د قدرتونو مداخلې په افغانستان او د دواړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې د داخلي سولې، سولې او ثبات د ګډوډولو لامل بللې دي.