د «ترهګرۍ» تر بشپړ له منځه تللو پورې جګړه کوو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i149636-د_ترهګرۍ_تر_بشپړ_له_منځه_تللو_پورې_جګړه_کوو
د پاکستان ولسمشر او لومړی وزیر شهباز شریف وايي، په دغه هېواد کې د ترهګرۍ تر بشپړ له منځه تللو پورې جګړې ته دوام ورکوي.
(last modified 2024-06-22T22:02:35+00:00 )
Jun 23, 2024 02:27 Asia/Kabul
  • د «ترهګرۍ» تر بشپړ له منځه تللو پورې جګړه کوو

د پاکستان ولسمشر او لومړی وزیر شهباز شریف وايي، په دغه هېواد کې د ترهګرۍ تر بشپړ له منځه تللو پورې جګړې ته دوام ورکوي.

آصف علي زرداري او شهباز شریف د پښتونخوا په کورمه کې د چاودنې له امله د ۵ پاکستاني عسکرو د وژل کېدو په غبرګون کې پرون دا خبره کړې ده.

آصف علي زرداري په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ترهګرو د له منځه وړلو پورې به په دغه هېواد کې عملیات روان وي.

په وروستیو کې په پښتونخوا او پلوچستان کې پر پاکستاني ځواکونو وسلوال بریدونه څو برابره زیات شوي دي.

پاکستاني نظامیان دا ادعا کوي، چې پاکستاني طالبان د افغانستان خاوره د دوی پر وړاندې کاروي، هغه څه چې تل د افغان طالبانو لخوا رد شوي دي.