Jun 23, 2024 13:44 Asia/Kabul
  • د پاکستان اوایران د کلتوری ټوریسټي ظرفیّتونو د بیانولو سمینار ترسره  شو

د پاکستان په کراچۍ کې د ایران او پاکستان ترمینځ د ټوریزم د دودولو لپاره د پاکستان دټوریزم  د فعالانو د لازیاتې بلدتیا  او څلورو موسمونو د ټاټوبی په توګه د ایران د ټوریستي ظرفیّتونو د بیانولو په موخې سره د ؛ جذبونکي ایران ؛ نومې دریم سمینار ترسره شو.

په تیرو کلونو کې د ټوریزم د مراوداتو  د پراختیا په موخې سره ،د ایران او پاکستان ددووګاونډیو هیوادونو د سیلانیّانو د سفرونو  دآسانولو  په تیره بیا  ایران ته  د پاکستانیوزیارتوالو  دسفر آسانتیا،د مذهبی او سلامتیا ټوریزم د حوزې پشمول دټوریزم  دظرفیّتنو  معرفي کول، د پاکستان دتجارتي مرکز په توګه په کراچۍ کې  یوشمیر سمینارونه ترسره شوي دي.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړی، د   جذاب ایران  کلتوری او ټوریسټي  ولولناکې سمینار د ایران د اسلامی جمهوریت د سرکنسولګرۍ په کوربتوب  او د ټوریزم  د ۱۷۰     ایجسنیانو د مدیرنوا و نمایندګانو او  د  زیارتي کاروانو د مشرانو او د پاکستان  د هوائي شرکت د نمایندګانو په شتون سره په کراچۍ کې ترسره  شو.

ددغه سمینار  د ترسره کیدا موخه ،پر غیر تیلي اقتصاد دتکیې او د پراختیا د سیاست په لړ کې  د ایران دنړیوال ټوریزم  له ظرفیّتونو څخه د استفادې لپاره د پاکستانیو  سیلانیانو لازیاته جذبیدا اعلان شوې ده.

بل خبر دا چې د پاکستان په اسلام اباد کې د د غزې د شهیدانو  او د  ایران د اسلامی جمهوریت د خدای بخښلي   ولسمشر شهید ابراهیم رئیسي  په یاد او د اسلامی وحدت  سمینار   هم د پاکستانیوسیاسی او مذهبی ا و کلتوري شخصیّتونو په شتون سره  ترسره شو. او ویناوالو د  سیمې د مظلومو ملتونو او داسلامی نړۍ  ددفاع لپاره د ایران د خداي بخښلي ولسمشر د لیدتوګو  پرپیروئ ټينګار وکړ.

Image Caption

 

ټیګونه