پیښور کښې د افغانستان شپږ ښاریز نیول شوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان فیډرال استخباراتي ادارې ایف ايي ای(FIA) وویل دوې په پیښور کښې د افغانستان شپږ ښاریز چې د پاکستان جعلي سندونه یې جوړول نیولي دي.
د افغانستان یو ښاریز نجیب الله په تورخم سرحدي لاره کښې چې افغانستان او پاکستان له یوبل سره ګنډي نیول شوی او له هغه د پاکستان شناختي کارډ او د افغانستان تذکره کشف شوي او پینځه نور کسان هم په پیښور کښې له یوه هاسټل یعني لیلیې څخه نیول شوي دي.
د پاکستان ایف ايي ای استخباراتي ادارې وویل د افغانستان ښاریز نجیب الله د بلوچستان له چمن سرحدي لارې پاکستان ته ورغلی او هغه وروسته د یوه مولوي په وسیله د پاکستان شناختي کارډ او پاسپورټ جوړ کړ.
ایف ايي ای پینځه نور افغانان چې د پاکستان جعلي اسناد ورسره وو د نجیب الله د ورکړل شویو اطلاعاتو پراساس د پیښور له عثمانیه هاسټل څخه ونیول.
له نیول شویو افغانانو څخه د پاکستان بیلابیل شناختي کارډونه او پاسپورټونه او د افغانستان تذکرې کشف شوي.
د افغانستان نیول شویو ښاریزو پلان درلود چې د پاکستان د اسنادو په کارولو سره د کابل له لارې سعودي عربستان ته لاړ شي.