د عمران خان د پلویانو لخوا د لاریونونو پیل کېدل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i152202-د_عمران_خان_د_پلویانو_لخوا_د_لاریونونو_پیل_کېدل
له پاکستانه رارسیدلي خبرونه  دا دي چې د تحریک انصاف پلویانو د اسلام اباد په څنډه کې لاریون کړی او له زندانه د دغه ګوند د مشر عمران خان د خلاصون غوښتنه یې کړې ده.
(last modified 2024-09-09T09:34:36+00:00 )
Sep 09, 2024 14:02 Asia/Kabul
  • د عمران خان د پلویانو لخوا د لاریونونو پیل کېدل

له پاکستانه رارسیدلي خبرونه  دا دي چې د تحریک انصاف پلویانو د اسلام اباد په څنډه کې لاریون کړی او له زندانه د دغه ګوند د مشر عمران خان د خلاصون غوښتنه یې کړې ده.

دا مظاهرې په داسې حال کې کېږي چې تېره اوونۍ پر نوموړي د ګڼو تورونو سربېره د ملي خیانت په برخه کې هم نوې مقدمې راپورته شوې.

په پاکستان کې د دې جنجالي څېرې پلویان وايي، دوی په دغه هېواد کې د قانون حاکمیت غواړي او زیاتوي چې عمران خان په غیر عادلانه ډول محاکمه شوی او زنداني شوی دی.

د محرمو دولتي اسنادو افشا کول، د دولتي ډالیو پلورل او مالي فساد هغه تورونه دي چې عمران د راولپنډۍ په زندان کې ورسره مخامخ دی، هغه تورونه چې عمران خان یې سیاسي بولي.