پاکستان له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دی
Nov 07, 2024 14:30 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپو راکړی د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن «ممتاز زهرا بلوچ» وویل: اسلام اباد له ګاونډیو هیوادونو سره په ګډو سرحدونو کښې له قاچاقچیانو او ترهګرۍ سره مبارزې کولو ته قوي ژمنه لري.
هغې نن له خبریالانو سره په مرکه کښې اسلام اباد ته د ایران د خارجه وزیر عباس عراقچي وروستي سفر ته په اشارې سره وویل : د پاکستان چارواکو د ایران د باندنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره په کتنه کښې د ګډو سرحدونو د امنیت په هکله د ډاډ په شمول د ګډو هدفونو د تحق په لړ کښې د پیوستون او د غږملتیاو په هکله د نظر تبادله وکړه.
ممتاز زهرا بلوچ زیاته کړه: د ایران او د پاکستان سرحدونه د دوستۍ او د سولې سرحدونه دي او په سرحدونو کښې د سولې او د امنیت د ټینګولو لپاره به د پاکستان اقدامات دوام ولري.