له ایران سره د پاکستان پر ګډو امنیتي همکاریو ټینګار وشو
د پاکستان د بهرنیو وزارت ویاندې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د امنیتي او له ترهګرۍ سره د مبارزې د ملګرتیاوو د دوام په اړه د دغه هېواد پر ژمنې باندې په ټینګار سره ویلي چې په ګډو پولو کې به، ترهګرو او د سولې د دښمنانو لپاره هېڅ ځای نه وي.
"ممتاز زهرا" له ایران سره پولې ته څېرمه د پاکستان د امنیتي ځواکونو د وروستیو عملیاتو او د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز د څرګندونو په اړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي موافقو د بشپړ تطبیق لپاره یې هیله څرګنده کړې، زیاته کړه، تهران او اسلام آباد د پولو په سوله ایز او دوستانه ساتلو کې قوي باور او هوډ ولري.
اسلام آباد ته د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي په وروستي سفر کې، د ایران او پاکستان په پولو کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د ګډو امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وشو.
د ایران او پاکستان لپاره یوه تر ټولو مهمه ننګونه، امنیتي مسایل او د ترهګرو تګ راتګ په ځانګړې توګه په ګډو پولو کې ده. له همدې امله، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې د دغه هېواد په پولو او د ایران له پولې په ۳۰ کیلومترۍ کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو وروستیو عملیاتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د ترهګرو، قاچاق وړونکو او د سولې او امنیت دښمنانو لپاره په ګډو پولو کې هېڅ ځای شتون نه لري.
د اسلام آباد دغه درېځ له څو اړخونو مهم دی. لومړی دا چې، پاکستان سخت د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرو له خوځښتونو سره مخامخ دی، چې ګډې امنیتي همکارۍ ته اړتیا لري. دویم دا چې، په پاکستان کې د ترهګرو خوځښتونو، په دغه هېواد کې د پانګونې د پلانونو پر تطبیق او د بهرنۍ پانګونې پر جذب منفي اغېز کړی دی.
درېیم دا چې، د پاکستان په مختلفو سیمو کې د ترهګرو حملو دوام ته په کتو سره، د دغه هېواد پوځ او امنیتي ځواکونه، د سیمې له هېوادونو په تېره بیا د ایران د اسلامي جمهوریت ګډو امنیتي ملګرتیاوو ته له پخوا څخه زیات ضرورت لري. په حقیقت کې، په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو په خلاف د ترهګرو حملو دوام، د دې ښودنه کوي چې د دغه هېواد د سیمه ایزو امنیتي ملګرتیاوو پیاوړتیا، یو مهم ضرورت دي.
په همدې حال کې، د ایران له ګاونډیو هېوادونو سره د همکارۍ د پراختیا پالیسي، چې د شهید رئیسي د دولت او اسلام آباد ته د هغه د سفر پر مهال پیاوړې شوې وه، اوس له پاکستان سره د امنیتي همکاریو په پراختیا سره د پراخېدو په حا کې ده چې یقینا پایله او نتیجه به یې، په سیمې په تېره بیا د ګډو پولو په برخه کې د سولې او ټیکاو رامنځته کېدل وي.
د دې اقتصادي پایله هم د ایران او پاکستان ترمنځ د سرحدي بازارونو پیاوړتیا ده چې کولای شو د مند - پیشین سرحدي بازار او د پیسین په پوله کې د پلان - جیواني بریښنا لیکې جوړولو ته اشاره وکړو چې د تېر کال (۱۴۰۲) په غويي میاشت کې پرانیستل شو.
سرحدي بازارونو د سرحدي اوسېدونکو لپاره د کار پیدا کولو او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتولو لپاره ښه فرصت برابر کړی دی.