په پاکستان کې د ایراني اصیل هنر د نندارتون هرکلی شوی
پارس ټوډې- د پاکستان په حیدرآباد ښار کې د یوه ایراني استاد د شکسته نستعلیق خوشخطئ د آثارو د نمایش پراخ هرکلی شوی دی.
زمونږخبریال راپور راکوي، د دغه ایراني استاد د مات نستعلیق خط یا خوشخطۍ د اثاررو نمایش چې د سند صوبې په حیدرآباد کې د ایران د کلتوري خونې له خوا ترسره شوی ، ، د پاکستان د سند صوبې خلکو ته د ایرانی اصیلو هنرونو دمعرفی کولو لپاره یو ارزښتمن فرصت برابروي.
ددغه راپور په اساس سیستاني خوشنویس هنرمند علی پيران پاکستان ته پخپل دوهم سفر کې د خپلو ویاړمنو آثارو یوه ټولګه له ایرانیو هنرونو سره د لیوالو دلیدو لپاره وړاندې کړې ده.
دخوشخطئ تابلوګانې یا پورټریټونه په ډير خاص دقت اوظرافت سره پنځول شوي او د کتونکو توجه ئې ځان ته جلب کړې ده.
ددغه ایراني هنرمند یو ترټولو ځانګړی اثر د قرآن مجید هغه نفیسه نسخه ده چې په مات نستعلیق خط او پخپل کم ساري تذهیب کارۍ سره نمایش ته وړاندې شوې او د هغه کتابت تقریبا درې کاله وخت اخستی دی.
له دې مخکې د پاکستان په اسلام اباد کې د ایران د اسلامی جمهوریت پشمول د اکو اقتصادی ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونو د نمایندګانو او د کلتوري وزیرانو په ګډون سره ددغې موسیې د غړو انځوریز او دخوشخطۍ دهنرونو د معرفی کولو نندارتون پرانیستل شوی دی.
د وئيلو ده چې نهمه،لسمه او یولسمه قمری پيړئ دخوشخطۍ په هنر کې یو ځلانده دوران بلل کیدلی شي، د یولسمې پيړئ په منیځیو کې د ایران خالص دریم خط ،یعني مات نستعلیق خط ، د هرات د حاکم مرتضی قلی خان شاملو په لاس له نستعلیق خط څخه ایجاد شو. ددغه ډول خط او خوشخطئ د پیدایښت علت ، چټک لیکل ، آسان لیکل او د ایراني خلاقیت او ذوق ذکر شوی دی.