پاکستان  د امریکا ناسم اقدامات هیڅکله نه تائيدوي
(last modified Sun, 29 Jun 2025 09:44:41 GMT )
Jun 29, 2025 14:14 Asia/Kabul
  •    پاکستان  د امریکا ناسم اقدامات هیڅکله  نه تائيدوي

د پاکستان خارجه وزیر  په یوې خبرې ناستې کې ووئيل؛ که څه هم  له امریکا سره د مونږ  اړیکې ښې دي ، خو پاکستان  به هیڅکله هم  د ایران د ایټمي تاسیساتو باندې  دحملو پشمول  د واشنګټن  ناسم  اقدامات تائيد نه کړي.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، د پاکستان مرستیال وزیر اعظم او خارجه وزیر  محمد اسحاق ډار خبریانو سره په خبرو کې  روښانه کړې ده ، چې پاکستان  له امریکا سره دوستانه او ښې اړیکې لري، خو دا  ددغه هیواد د هر ناسم اقدام څخه د ملاتړ په معنا نه دي.

هغه د ایران په ایټمي تاسیساتو  باندې د امریاک وروستیو حملو ته په اشارې سره  ووئيل؛ مونږ په دې زمینې کې روښانه دریځ لرو او  ددغو حملو په محکومیّت کې  مو روښانه  اعلامیه صادره کړې ده.

د پاکستان  خارجه وزیر ووئیل ، د امریکا حکومت د ایران په درو ایټمي تاسیساتو باندې په مستقیمې حملې سره  په ایټمی تاسیساتو باندې د مستقیمې حملې د نه کولو۴۵ کلن سیاست  مات کړی دی.

اسحاق ډار همداراز  ټينګار کړی چې پاکستان اټکل کړی ؤ ،ایران به ددغو حملو په وړاندې چپُتیا غوره نه کړي، پر دې اساس ئې په قطر کې دامریکا پوځي اډه ټارګټ کړه او  په عزت او سرلوړئ سره  له دغه بحرانه ووت.

 هغه ووئيل؛ په داسې شرائطو کې  چې نړیوال بحرانونه او ترینګلتیاوې زیاتې شوي ، هیوادونه باید  اخلاقي  اصولو  او د نړیوالو قوانینو په اساس دریځونه غوره کړي ،نه د زر تیریدونکو مصلحتونو په اساس.

له دې مخکې د  پاکستان خارجه وزیر خواجه آصف هم  ددغه هیواد په پارلیمان کې د خبریالانو په ټول کې  په سیمې کې وروستیو بدلونونو  او د ایران او صهیونیسټي رژيم  ترمینځ وروستیو نښتو ته په اشارې سره په اشارې سره  د ایران په باب ملاتړی او ستایونکی دریځ غوره کړی دی.خواجه آ صف  د دواړو لورو ترمینځ  د اوربند  د ټينګیدا په هرکلي سره  وئیلي وو، ایران  په ترټولو ممکنو حملو سره  له خپل تیریګر دښمن سره مقابله وکړه او ددښمن په وړاندې ئې په ځلیدا سره مقاومت وکړ.