پر ایران د اسرائیلو برید د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزي ده
(last modified Thu, 10 Jul 2025 01:34:05 GMT )
Jul 10, 2025 06:04 Asia/Kabul
  •   پر ایران د اسرائیلو برید د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزي ده

د ترکیې خارجه وزیر هاکان فیدان د پرون ناوخته په اسلام‌اباد کې له خپل پاکستاني سیال سناتور محمد اسحاق دار سره په ګډه خبري غونډه کې د صهیونیستي رژیم له لورې پر ایران د یرغل له امله د سیمې د وضعیت په اړه وویل: مونږ باور لرو چې دا  بریدونه د نړیوالو قوانینو بشپړ خلاف ورزي  ده  او ټوله سیمه او نړۍ ئې له خطرې سره مخ کړې ده.

 ایرنا خبری آژانس له اسلام اباده راپور ورکړی، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چې  ددغه هیواد له  دفاع وزیر سره  یو ځاي  دپاکستان په سفر تللی ، په اسلام اباد کې ئې په خبری کنفرانس کې  د صهیونیستي رژیم له لورې پر ایران د یرغل په غندنې سره د دواړو خواؤ ترمینځ د دایمي اوربند د ټینګښت هیله څرګنده کړه او وې ویل: د اسرائیلو بریدونه د شخړو د ختمولو  نړیوال نظام ته تاوان رسول او د فلسطینیانو له نسل وژنې څخه د نړیوالو د پام  د اړولو هڅه ده.

په راپور کې وئيل شوي دي،د ترکیې خارجه وزیر هاکان فیدان د پرون ناوخته په اسلام‌اباد کې له خپل پاکستاني سیال سناتور محمد اسحاق دار سره په ګډه خبري غونډه کې د صهیونیستي رژیم له لورې پر ایران د یرغل له امله د سیمې د وضعیت په اړه وویل: مونږ باور لرو چې دا  بریدونه د نړیوالو قوانینو بشپړ خلاف ورزي  ده  او ټوله سیمه او نړۍ ئې له خطرې سره مخ کړې ده.

فیدان زیاته کړه چې پر ایران د اسرائیلو یرغل  نړیوال عدم اشاعې نظام ته سخت زیان رسول  دي.

هغه د دواړو خواوو ترمینځ د دایمي اوربند د ټینګښت هیله څرګنده کړه او وې ویل: مونږ دواړو خواوو ته پیغامونه لېږلي چې ایټمي خبرې اترې باید بیا پیل شي.

فیدان اعلان وکړ چې ترکیه په دې اړه له پاکستان او نورو خواوو سره په اړیکه کې ده.

هغه ټینګار وکړ: ترکیه باور لري چې پر ایران د اسرائیلو یرغل د فلسطینیانو د نسل وژنې او د غزې د وضعیت څخه د نړیوالو پام اړولو هڅه ده.

د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر هم په دغې خبري غونډې کې ووئيل چې له ترکیې سره به په اقتصادي، پانګونې، دفاعي، ترهګرۍ ضد او ټولنیزو برخو کې دوه اړخیزې ملګرتیاوې نورې هم پیاوړې شي.

سناتور محمد اسحاق دار د  اکو کنټینر ریل ګاډي په اړه هم وویل چې د اسلام‌اباد-تهران-استانبول ITI ریل ګاډئ  به بیا ډیر زر  وخوځيږي.

هغه ووئيل چې د دریو هېوادونو پلاوي به ډېر ژر د اکو باري ریل لارې   د پرمختګ لپاره د نوي پلان د جوړولو په موخه غونډه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې له ترکیې سره د امنیتي، استخباراتي او دفاعي ګډو کمېټو غونډه به د روان کال د جولائی په دریمه اوونۍ (د زمري میاشت) په اسلام‌اباد کې ترسره شي.

د دې راپور له مخې، د ترکیې د ملي دفاع وزیر یاشار ګولر  هم پرون  د پاکستان د هوايي ځواک له قوماندان سره وکتل.

 داپه داسې حال کې دي چې د ترکیې خارجه او دفاع چارو وزیرانو د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او نورو لوړپوړو  سیاسی او پوځي چارواکو سره هم لیده کاته کړي دي.