قاتلو صهیونیسټانو د ایران له غاښ ماتونکي ځواب څخه عبرت وانخیست
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان یوه پخواني چارواکي او د واکمن مسلم لیګ د نوازشریف څانګې یوه غړي خواجه سعد رفیق په سوریې باندې د اسرائیلو رژیم تیری شرمونکی وباله
او هغه یې د ترکیې او د سعودي عربستان لپاره ستر چیلنج وباله او زیاته یې کړه قاتلو صهیونیسټانو د ایران د اسلامي جمهوریت له غاښ ماتونکي ځواب څخه عبرت نه دی اخیستی.
د پاکستان د واکمن مسلم لیګ ګوند لوړرتبه سیاستوال خواجه سعد رفیق نن په یوه پیغام کښې وویل د سوریې پرضد د اسرائیلو رژیم نوي حملې یو شرمونکی تیری دی.
هغه صهیونیسټ رژيم د غزې د خلکو قاتل وباله او زیاته یې کړه دغه رژیم د امریکا تر غیر قانوني سرپرستۍ ، د لویدیځو هیوادونو په ناجایز ملاتړ او له بده مرغه د مسلمانو هیوادونو د بې عملۍ په وجه په سیمه کښې په یوه بدمعاش بدل شوی دی.
د پاکستان د اورګاډو پخواني وزیر خواجه سعد رفیق زیاته کړه اسرائیل په نړیواله سویه د امریکا د رسوایۍ لپاره هیڅ فرصت له لاسه نه ورکوي.