په اسلام‌اباد کې د سیمه‌ ییزو مطالعاتو د مؤسسې (IRS) په سمینار کې؛ پاکستاني کارپوهان: تهران او اسلام‌اباد د تاریخ په سمه خوا کې ولاړ دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i163268
پارس ټوډی – د پاکستان یو شمېر ستراتیژیکو کارپوهانو د اسلام‌اباد په هغه سمینار کې، چې د سیمه‌ییزو مطالعاتو د مؤسسې لخوا د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو په هدف جوړ شوی و، د ایران او پاکستان د چارواکو د جدي دریځ او یووالي ستاینه وکړه.
(last modified 2025-08-08T10:45:41+00:00 )
Aug 08, 2025 15:12 Asia/Kabul
  • په اسلام‌اباد کې د سیمه‌ ییزو مطالعاتو د مؤسسې (IRS) په سمینار کې؛ پاکستاني کارپوهان: تهران او اسلام‌اباد د تاریخ په سمه خوا کې ولاړ دي

پارس ټوډی – د پاکستان یو شمېر ستراتیژیکو کارپوهانو د اسلام‌اباد په هغه سمینار کې، چې د سیمه‌ییزو مطالعاتو د مؤسسې لخوا د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو په هدف جوړ شوی و، د ایران او پاکستان د چارواکو د جدي دریځ او یووالي ستاینه وکړه.

دوی له یو بل د ملاتړ، او د سیمې د جیوپولیتیک وضعیت د مدیریت له هڅو څخه ملاتړ وکړ او له لویدیځه یې وغوښتل چې د ایران د اتومي مسئلې د حل لپاره منطقي چلند وکړي.

جنرال محمد سالک، چې د پاکستان د ملي دفاع پوهنتون د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز پخوانی مشر دی، وویل: "په فرعي وچه (شبه قاره) او لوېدیځه آسیا کې وروستیو جګړو د سیمې په جیوپولیتیک کې یو نوی وضعیت رامنځته کړی، او د دې وضعیت مهم ټکی د تهران او اسلام‌اباد ترمنځ بې‌سارې همغږي ده. دواړه هېوادونه د شرایطو د سم مدیریت لپاره د تاریخ په سمه خوا کې ولاړ دي."

د هغه په وینا، ایران او پاکستان د سرحدي امنیت، د تجزیه‌طلبۍ پر ضد مبارزه، او د سیمه‌ییزو بحرانونو د حل لپاره متقابل ملاتړ ته یو ګډ لیدلوری لري.

ناد علي، چې په واشنګټن کې مېشت کارپوه دی، وویل:
"
د ټرمپ پر وړاندې د پاکستان ستراتیژیک دریځ مهم و. امریکا ښه پوهېږي چې ایران هېڅکله نه غواړي له اټومي ټیکنالوژۍ څخه نظامي استفاده وکړي، بلکې واشنګټن هڅه کوي د ایران نفوذ په سیمه کې کم کړي او دننه بې‌ثباتي رامنځته کړي."