په پاکستان کښې د ډینګۍ ناروغۍ له کبله دوه کسان مړه شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i165922-په_پاکستان_کښې_د_ډینګۍ_ناروغۍ_له_کبله_دوه_کسان_مړه_شول
زمونږ خبریال راپور راکړی په پاکستان کښې د موسم په بدلیدا سره ډینګۍ ناروغۍ هم زیاته شوي ده او د خیبر پښتونخوا صوبې په مردان سیمه کښې د ډینګي ناروغۍ له کبله دوه کسان مړه شوي دي.
(last modified 2025-10-14T09:17:20+00:00 )
Oct 14, 2025 13:43 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د ډینګۍ ناروغۍ له کبله دوه کسان مړه شول

زمونږ خبریال راپور راکړی په پاکستان کښې د موسم په بدلیدا سره ډینګۍ ناروغۍ هم زیاته شوي ده او د خیبر پښتونخوا صوبې په مردان سیمه کښې د ډینګي ناروغۍ له کبله دوه کسان مړه شوي دي.

په مردان کښې تراوسه دوه سوه اویا کسان په ډینګۍ ناروغه اخته دي.

بل خوا د سیند صوبې په تهرپارکر سیمه کښې په اسلام کوټ کښې درې سوه یویشت کسان په ډینګي ناروغۍ اخته شوي.

د ډینګي ناروغۍ د یوه خاص ډول ماشي د چیچلو له کبله رامینځته کیږي او که چیرې په وخت معالجه او درملنه ونه شي نو ناروغ کس ډیر زر له دغه ناروغۍ مري.

دغه راز د پاکستان د سیند صوبې په تهرپارکر سیمه کښې د څارویو د «لمپي اسکین» ناروغۍ له کبله تراوسه په سلګونو څاروي وژل شوي دي چې خلکو ته یې ډیر تاوانونه رسولي دي.

د تهرپارکر سیمې اتیا فیصده اقتصاد په څارویو ولاړ دی.