د افغانستان او پاکستان حکومتونه دې رغنده خبرې اترې بیا پيل کړي
د روسيې د بهرنیو چارو د وزارت یوې ویندوئي د افغانستان د طالبانو حکومتي ځواکونو او پاکستاني پوځ تر منځ د جګړو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو خواؤ ئې غوښتي چې خپل اختلافات دې له ډیپلوماټیکو لارو حل کړي او رغنده مذاکرات دې بیا پیل کړي.
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ویندویي ماریا زاخارووا ، د افغانستان د طالبانو اود پاکستان دحکومت تر مینځ د جګړو په اړه په راپورونو د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې تمه لري،دا دوه ملګري او ګاونډي هیوادونه له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په شمول رغنده خبرې اترې، بیا پیل کړي.
د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ویندویي ومنله چې هیواد ئې د تلې د میاشتې په ۱۹ د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ د جګړې په اړه راپورونه په اندېښنې سره تعقیب کړي دي.
هغې زیاته کړه چې د روسيې د معلوماتو له مخې، اوسمهال حالت د ثبات په لور روان دی او مسکو له دې پروسې څخه هرکلی کوي.
زاخارووا ټینګار وکړ چې افغان طالبان او پاکستان د جګړې د طبیعت او لامل په اړه مختلف تفسیرونه وړاندې کوي، خو څرګنده ده چې دواړه خواوې د پولو په اوږدو کې د هوائي بریدونو او متقابلو جګړو تبادله کړې ده.
د روسيې د بهرنیو چارو وزارت مخکې هم د افغانستان او پاکستان په پولو کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په وخت کې، د موجوده حالت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او د جګړې دواړه خواوې ئې د خپلو ځواکونو کنټرولو او زغم ته بللې وې .
د یادولو وړ ده چې سعودي عربستان، قطر، ایران، متحده عربي امارات او چین له دواړو خواوو غوښتي وو چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
وروستي راپورونه ښئ چې د افغانستان او پاکستان ترمینځ وروستئ شخړې تر یوه حده کراره شوې وه ، خو وئیل کیږي چې پرون ناوخته یو ځل بیا په ځینو پولو کې ددواړو خواؤ د ځواکونو ترمینځ تاؤتریخوالی رامینځةشوی چې وئیل کیږي، یو لړ مرګ ژوبلې ئې هم اړولی دي او که دغه تاؤتریخوالی دوام وکړي،نو ممکنه ده د افغانستان او پاکستان دپولو د بندیدو له امله ولسونه له لازیاتو ننګونو سره مخ شي.