وزیرستان کې ۱۰ پاکستاني پوځيان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i166228-وزیرستان_کې_۱۰_پاکستاني_پوځيان_وژل_شوي
د خېبرپښتونخوا په سوېلي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ پر یوه کاروان د وسلوال په برید کې ۱۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
(last modified 2025-10-22T05:15:12+00:00 )
Oct 22, 2025 09:39 Asia/Kabul
  • وزیرستان کې ۱۰ پاکستاني پوځيان وژل شوي

د خېبرپښتونخوا په سوېلي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ پر یوه کاروان د وسلوال په برید کې ۱۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د العربیه د راپور له مخې، وسلوالو بریدګرو د پوځ پر کاروان د تېرېدو پرمهال ډزې وکړې او وروسته یې د درنو وسلو په وسیله پوځیان په نښه کړل.

په دغه برید کې اووه نور پاکستاني پوځيان سخت ټپيان شوي هم دي.

بل‌ لورته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې هېواد یې له «تحریک طالبان پاکستان» ډلې سره د مذاکراتو هېڅ نیت نه‌لري.

نوموړي ټینګار کړی چې اوسنی تماس یوازې د افغانستان له طالبانو سره محدود دی.

هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوشنبې پر ورځ د یوه مشروط اوربند هوکړه شوې چې له مخې یې افغان لوري ته دا مسوولیت سپارل شوی چې له خپلې خاورې د پاکستان پر ضد د وسلوالو بریدونو مخه ونیسي.

د راپورونو له مخې، دا هوکړه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د پاکستان، طالبانو، ترکیې او قطر د استازیو ترمنځ د څو ورځنیو خبرو وروسته لاسلیک شوې ده