په پاکستان کې د وروستیو بریدونو ټول عاملان له افغانستانه راغلي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د دغه هېواد په ولسی جرګې کې پخپلې وینا کې ادعا وکړه چې د اسلاماباد او جنوبي وزیرستان د وروستیو ترهګرو بریدونو ټول عاملان د افغانستان ښاریز وو.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی،د پاکستان دکورنیو چارو وزیر محسن رضا نقوي وویل،د امنیتي ادارو څېړنې ښئي چې په دغو بریدونو کې ټول ښکېل کسان افغانان وو.
هغه زیاته کړه چې حکومت د دې کسانو د داخلېدو او فعالیت څرنګوالی څېړي.
دا څرګندونې وروسته له دې شوې چې په وروستیو دوو ورځو کې دوه خونړي بریدونه په اسلام اباد او جنوبی وزیرستان کې وشول:
د سې شنبې په ورځ یوه ځان مرګي د اسلاماباد په کچرو کې د یوې محکمې په وړاندې په ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد وچاودول چې ۱۲ تنه پکې ووژل شول او کابو ۴۰ نور ټپیان شول.
له دې یوه ورځ مخکې د جنوبي وزیرستان په واڼه سیمې کې د پوځي کیډټ کالج ترڅنګ په بم چاودنې او ډله ایزې حملې کې هم ۳ کسان ووژل شول.
د چارواکو په وینا، د جنوبی وزیرستان له لومړنۍ چاودنې وروسته نور بریدګر کیډټ کالج ته ننوتل او له امنیتي ځواکونو سره د هغوی جګړه تر ۲۴ ساعتونو زیات وخت پورې روانه وه. ، تر هغه چې ټول بریدګر ووژل شول.
دا ادعاوې په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم افغانستان او هند دواړه د وروستیو بریدونو مسؤل بللي وو.
دا په داسې حال کې ده چې کابل ـ اسلاماباد اړیکې د افغان کډوالو د پراخې ایستنې او د سرحدي نښتو له امله ډېرې ترینګلې شوې دي، خو د افغانستان د طالبانو حکومت تل د پاکستان په چارو کې ددخالت ټوله ادعاګانې رد کړي دي.
طالب چارواکي ټینګار کوي چې پاکستان پر نورو خبرې تپي او د دې هېواد امنیتي ستونزې د هغوي خپلې کورنئ مسئلې دي چې باید پر افغانستان ئې ګرَمه و انه چول شي.