پاکستان کې ضمني ټاکنې، د امنیت لپاره پوځیان ګومارل شوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان ملي اسامبلۍ یا ولسي جرګې د شپږو څوکیو او پنجاب صوبې د ۷ څوکیو لپاره نن ضمني'' ټاکنې کېږي.
د پاکستان ټاکنو کمېسیون مسوولین وايي، د رایې ورکولو بهیر به له ځايي وخت سره سم تر ماښام شپږ بجو پورې روان وي او له هغه یو ساعت وروسته د ''غیر نهايي او غیر رسمي'' پایلو اعلانول پیل کېدای شي.
واکمن پاکستان مسلم لیګ ن ګوند په ټولو انتخابي حوزو کې کاندیدان لري، خو د مخکیني لومړي وزیر پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) ځینې ملاتړ لرونکي کاندیدان بیا په خپلواکه توګه په دې ټاکنو کې برخه اخلي.
پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي د دوی دریځ دا دی، چې له کومو حوزو چې د دوی پارلمان غړي نااهل بلل شوي وو، دوی په هغو سیمو کې له ضمني ټاکنو سره پرېکون کوي، خو د هریپور سیمې له حوزې بیا د عمر ایوب خان مېرمن په خپلواکه توګه ټاکنو کې برخه اخلي، چې مېړه یې نااهل بلل شوی و.
د روان کال په اګست کې د پاکستان ټاکنو کمېسیون د پاکستان تحریک انصاف ګوند هغه نهه پارلمان غړي رسماً 'نااهل' وبلل، چې د مې میاشتې نهمې ګډوډیو په قضیو کې د ترهګرۍ ضد محکمو له لوري محکوم شوي وو.
د پاکستان سېنیټ یا مشرانو جرګې کې اپوزېسیون مشران شبلي فراز او عمر ایوب خان هم نااهل بلل شوي وو، چې پارلمان غړو کې شامل وو.
پي ټي ای د پنجاب مرکز لاهور ښار له این اې ۱۲۹ انتخابي حوزې هم کاندید درولی. پارلمان کې د دې حوزې څوکۍ ځکه خالي شوې وه، چې د پنجاب پخوانی والي یا ګورنر حماد اظهر پلار میا اظهر مړ شوی و.
د پاکستان ټاکنو کمېسیون لخوا په تېر اګست میاشت کې د نااهل بلل شویو کسانو په هکله یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي وو، چې دا پارلمان غړي د اساسي قانون د ۶۳۱ هـ مادې له مخې نااهله اعلان شوي دي، چې له مخې یې محکوم شوی کس د پارلمان غړیتوب وړتیا نه لري.