ایران او پاکستان د ایکو بار وړونکی اورګاډي د پيلېدو پرېکړه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i168052-ایران_او_پاکستان_د_ایکو_بار_وړونکی_اورګاډي_د_پيلېدو_پرېکړه_کوي
پارس ټوډی – ایران او پاکستان هوکړه کړې چې د ایکوموسیسې بار وړونکی اورګاډی به د روان میلادي کال تر پایه  پورې فعال کړي او د دواړو هېوادونو ګډ تجارت او سیمه ییزې اړیکې به لا پیاوړې شي
(last modified 2025-12-04T07:02:34+00:00 )
Dec 04, 2025 11:29 Asia/Kabul
  •  ایران او پاکستان د ایکو بار وړونکی اورګاډي د پيلېدو پرېکړه کوي

پارس ټوډی – ایران او پاکستان هوکړه کړې چې د ایکوموسیسې بار وړونکی اورګاډی به د روان میلادي کال تر پایه  پورې فعال کړي او د دواړو هېوادونو ګډ تجارت او سیمه ییزې اړیکې به لا پیاوړې شي

 د پاکستان د رېل ګاډو د چارو  وزیر حنیف عباسي په پاکستان کې  د ایران له سفیر  رضا امیري مقدم سره د لېدنې پر مهال موافقه وکړه چې د اسلام‌اباد–تهران–استانبول په لاره د اقتصادي ملګرتیا موسیسې  (ایکو) د ITI په نوم د بار وړلو اورګاډی تر همدې کال پورې  بیا پیلوي.

امیري مقدم په دغه ناستې کې   ایران ته د رسمي سفر بلنلیک پاکستاني وزیر ته وسپاره چې د  حنیف عباسي  یې په تود هرکلي سره ومانه . حنیف عباسي ډاډ ورکړ چې دا سفر به ډېر زر ترسره شي.

د پاکستان د رېل‌پټلۍ  د چارو وزیر په دغې لېدنې کې د ایران او پاکستان تر مینځ د ګډ تجارت د پراخېدو، د وارداتو او صادراتو د چټکېدو او همدارنګه د دواړو هېوادونو د رېل‌پټلۍ د ظرفیتونو د کارولو پر اهمیت ټینګار وکړ، څو اقتصادي اړیکې او سیمه ییز مبادلات لا غښتلې شي.

عباسي زیاته کړه: د پاکستان د لومړي وزیر د لیدلوري له مخې، د رېل‌پټلۍ په چینلونو سره  د سیمې د اړیکو پیاوړتیا زموږ اساسي لومړیتوب دی. هغه د ایران د مقدسو ځایونو د لېدلو هیلې هم څرګندې کړې او وې ویل چې   ایران ته  راتلونکي سفر کې به د رېل‌پټلۍ د چارو  له چارواکو سره د لیدنې او د دغه هېواد د رېل‌پټلۍ له سیستم سره له  نږدې د پېژندنې فرصت هم پیدا شي.