د افغانستان او پاکستان بدلونونو ته یوه ځغلنده کتنه
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ قدرمنو اورېدونکوپه دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان ند ځینو مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې يوو ، په دغه ننننی مطلب کې درته په پیل کې ددواړو هیوادونو د ځينو مهمو بدلونونو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو، او په ورپسې مو هم د ځينو موردونو په باب رابولوو،د تحلیلي برخې آوریدو ته ....... نو هیله ده چې تر پایه راسره ملتیا وکړئ.
*/*/*/*/
د افغانستان او د ایران د اسلامی جمهوریت ترمینځ د باؤر د زیاتولو لپاره د افغان چارواکو کلک هوډ
**/*/*/*/
د ایران د چابهار بندر او د افغانستان او نورو هیوادونو سریه داقتصادي اړیکو د پراختیا لاره
*/*/*/*/*/
د پاکستان د سیاسی او پوځي لوړپوړو چارواکو له خوا د افغانستان د حکومت واکوالانو ته خبرداری
*/*/*/*/
او د پاکستان د مذهبی ګوندونو مشران وائي افغانستان او پاکستان دې خپل مینځئ ستونزې په خبرواترو سره حل کړي، نو اوس مو هم رابولوو،د ځينو موردونو په باب د تحلیلی برخې آوریدو ته ....
*************************
د افغانستان د سرپرست حکومت مرستیال ویندوي،ملا حمدا.... فطرت د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د خراسان جنوبي ولایت په سفر کې د هغه د څرګندونو په باب په یو لړ څرګندونو کې ټینګار وکړ چې کابل به له تهران سره د باؤر د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.
ملا حمدا... فطرت وویل، د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مسعود پزشکیان خبرې مثبتې دي او هغه ئې تأیید کړې.
د افغانستان د سرپرست حکومت مرستیال ویاند زیاته کړه چې افغانستان په ټولو برخو کې هڅه کوي څو د کابل او تهران ترمینځ د باور فضا رامنځته شي.
دا څرګندونې د ډاکټر پزشکیان له هغه سفر وروسته مطرح شوې چې د ایران خراسان جنوبي ولایت ته ئې وکړ. د افغان رسنیو په وینا، دا سفر یوازې یو ولایتي سفر نه ؤ، بلکې د سرحدي اړیکو د آسانتیا، د خنډونو د کمولو او د ایران او افغانستان ترمینځ د اقتصادي ملګرتیاؤ د پیاوړتیا پیغامونه ئې له ځان سره لرل.
د افغانستان رسنیو هم د ایران د ولسمشر سفر د یوه عادي ولایتي پروګرام څخه لوړ وباله او وې ویل چې دا د تهران له لورې کابل ته یو روښانه پیغام دی
د افغانستان د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وویل چې د دې وزارت سرپرست وزیر عبدالمنان عمري په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر «علیرضا بیګدلي» سره ولیدل او د افغان کارګرانو د قانوني او منظم استولو، د کاري ځواک د ښه تنظیم، د فني او مسلکي روزنیزو پروګرامونو د پراختیا او د افغان کډوالو د وضعیت په اړه ئې خبرې وکړې
د طالبانو د حکومت د کار وزیر په دې لیدنې کې وویل چې د افغانستان حکومت غواړي له ایران سره د ماهرو او مسلکي کارګرانو د منظم او قانوني لېږد، د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او د کاري ځواک د تبادلې په برخې کې ګډ تفاهم ته ورسېږي.
په کابل کې د ایران سفیر هم د یادو وړاندیزونو هرکلی وکړ او وې ویل چې تهران چمتو دی د ګډو پروژو د پلي کولو له لارې د کډوالو د منظمو منتقلولو او د هغوی د ټولنیز ملاتړ په برخې کې له افغانستان سره ملګرتیا وکړي.
په تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست، «فضلمحمد حقاني» د چابهار د ازادې سیمې د مدیره پلاوي له مشر او عمومي مدیر محمد سعید اربابي سره ولیدل او خبرې ئې وکړې.
په دې لیدنې کې چې د چابهار د آزادې سیمې د مسؤلینو او یو شمېر افغان سوداګرو په شتون کې ترسره شوه، دواړو لورو د ایران او افغانستان ترمینځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ. همدارنګه، د چابهار د ازادې سیمې له ظرفیتونو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه د صادراتو د اسانتیا، د سوداګریزو تبادلو د زیاتوالي، د ټرانزیټ د پراختیا او د شته ستونزو د حل په اړه د خبرو موضوع وه.
چابهار ازاده سیمه، چې د ایران په جنوب ختیځ کې موقعیت لري،د سیمهییزې سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا لپاره له مهمو سټراټیژیکو نقطو څخه شمېرل کېږي. دا سیمه د ایران، افغانستان، د مینځنۍ اسیا هیوادونو او حتی نړیوالو بازارونو ترمینځ د نښلونکي پُل په توګه پېژندل کېږي.
د افغانستان د کډوالو وزارت له اړوندو وزارتونو او ادارو سره ګډه ناسته وکړه څو د د کډوالۍ د دایمي حل د طرحې مسوده نهائي کړي او د کډوالو د ستنېدو او تنظیم بهیر ښه کړي.
دا ناسته د افغانستان د طالبانو د حکومت د کډوالو وزیر مولوي عبدالکبیر په مشرۍ ترسره شوه. هغه وویل چې کابو ۷ میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو او ځینو نورو هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي او دا شمېره لا هم د زیاتېدو په حال کې ده
مولوي عبدالکبیر ټینګار وکړ چې د د کډوالۍ د دایمي حل طرحې مسوده کولای شي د بېځایه شویو خلکو د ستونزو په حل کې اغېزمنه وي او د دولتي او نړیوالو ادارو ترمینځ د همغږۍ له لارې مرستې جلب او اساسي اړتیاوې وپېژندل شي.
د ناستې په دوام کې، د پوهنې وزارت، کرهڼې، مالدارۍ او اوبه خوَر وزارت، د عامې روغتیا وزارت، د افغانستان سرې میاشتې او د کابل ښاروالۍ استازو د طرحې په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل. همدارنګه، یوه ځانګړې کمېټې وګومارل شوه چې د طرحې نهائي متن چمتو کړي څو په راتلونکې ناستې کې وڅېړل شي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزیر، نورجلال جلالي» په هند کې د روغتیا نړیوالې ادارې له مشر تدروس آدهانوم ګبریسس سره ولیدل او خبرې ئې وکړې.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په یوې اعلامیې کې وویل چې د دې لیدنې اصلي چورلیز د افغانستان د روغتیايي نظام د ستونزو ارزونه او د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره د نړیوال ملاتړ جلبول وو
د اعلامیې له مخې، دواړو لورو د ماشومانو د ګوځڼ یا فلج (پولیو) د تشخیص لپاره د لابراتواري خدماتو د ښهوالي، د نړیوالې ټولنې په مرسته د افغانستان د درملیز سیستم د پیاوړتیا او د روغتیائي پروژو لپاره د مالي سرچینو د برابرولو په اړه خبرې وکړې. همدارنګه، په افغانستان کې د ۳۱۸ ولسوالیو لپاره د نوو روغتونونو تجهیز کول هم د بحث له موضوعاتو څخه وو
تدروس آډهم په «ایکس» ټولنیزچینل کې په یوه پیغام کې ولیکل چې د طالبانو د روغتیا وزیر د افغانستان د اوسني روغتیائي وضعیت، شته ننګونو، د روغتیا نړیوالې ادارې او نورو شریکانو د عاجلې مرستې اړتیا، او همدارنګه د پولیو د له منځه وړلو په لاره کې د پرمختګونو او ستونزو په اړه معلومات ورکړي دي.
د پاکستان ولسمشر «آصف علي زرداري» عراق ته د سفر پر مهال، کله چې د هغه الوتکه د ایران د اسلامي جمهوریت هوايي حریم ته وادره شوه، نو د اسلامي انقلاب معظم رهبر او د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ته ئې د درناوي او ارادت پیغام ولېږه او له ایراني ملت سره ئې خپل یووالی څرګند کړ.
د پاکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په اسلاماباد کې په یوې اعلامیې کې وویل: کله چې د پاکستان د ولسمشر الوتکه د اسلاماباد – بغداد پر لاره د ایران هوايي حریم ته داخله شوه،نو آصف علي زرداري د ایران لوړپوړو چارواکو ته د ښه نیت پیغام واستاوه.
په اعلامیه کې راغلي دي چې دا پیغام د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیتا... العظمی سید علی خامنهای او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ته لېږل شوی دی. زرداري په دې پیغام کې پر متقابل احترام او د سیمې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
په همدې وخت کې، په تهران کې د پاکستان سفیر «محمد مدثر ټیپو» هم په ټولنیز «ایکس» چینل کې په خپل رسمي اکاؤنټ کې ولیکل: ولسمشر زرداري د اسلاماباد څخه بغداد ته د سفر پر مهال، کله چې الوتکه د ایران هوايي حریم ته واردیدله، د ایران رهبرۍ ته ئې د ښه نیت پیغام واستاوه.
دغه پیغام یو ځل بیا له ایران سره د پاکستان یووالی، د متقابل احترام پر بنسټ او د دوو تاریخي ګاونډیانو ترمنځ د لا پیاوړو اړیکو ټینګار تأییدوي.
د پاکستان د دفاعي ځواکونو عمومي قوماندان فیلډمارشال عاصم منیر ټینګار وکړ چې اسلاماباد به هېڅ ډلې یا وګړي ته اجازت ور نه کړي چې د دې هېواد امنیت او حاکمیت ته ګواښ رامینځة کړي، او کابل باید د ټي ټي پي پر وړاندې پریکنده اقدام وکړي.
د پاکستان ددفاعی ځواکو عمومی قومندان یو ځل بیا تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د دغه هېواد د امنیت لپاره مستقیم ګواښ وباله او وې ویل چې د دولت د واک بېرته ټینګول یوازې د پاکستان د حکومت ځانګړی مسؤلیت دی.
فیلډ مارشال عاصم منیر همدارنګه د ټي ټي پي د غړو جوړښت ته په اشارې سره ادعا وکړه چې د دې ډلې کابو ۷۰ سلنه غړي د افغانستان ښاریز دي.
د پاکستان د دفاعي ځواکونو عمومی قومندان له افغان طالبانو وغوښتل چې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ یو لوری وټاکي او اجازت ور نه کړي چې دا ډله د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه ترسره کړي.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام فه څانګې مشر، مولانا فضلالرحمان د افغانستان په اړه د اسلاماباد د څو لسیزو پالیسیو باندې په نیوکو سره د دې هېواد د سیاستونو د اساسي بیاکتنې غوښتنه وکړه او وې ویل چې اوسني کړکېچونه کېدای شي د پخوانیو ناکامو سیاستونو پایله وي.
د جمعیت علمای اسلام (ف څانګې) مشر، د پاکستان او افغانستان ترمینځ د وروستیو ترینګلتیاوو په غبرګون کې د اسلاماباد د حکومت پر سیاستونو نیوکه وکړه او وې ویل چې د پولې دواړو غاړو خلک باید د حکومتي پرېکړو او اقداماتو قرباني نه شي.
مولانافضلالرحمان زیاته کړه چې په رسمي روایتونو کې معمولاً مقابل لوری ملامت ګڼل کېږي، خو د هغه په وینا اوس وخت رارسېدلی چې د پاکستان کورنۍ پالیسۍ هم وڅېړل شي.
= د پاکستان د پارلیمان اپوزیشن د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسلاماباد او کابل ترمینځ د ترینګلتیاوو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د سرحدي لارو په بېرته پرانیستلو ټینګار ئې وکړ او د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو د حل غوښتنه ئې وکړه.
د «تحریک تحفظ آئین پاکستان» نومې ائتلاف، په اسلاماباد کې د مخالفو ګوندونو له دوه ورځنۍ ناستې وروسته، په یوې اعلامیې کې د اسلاماباد او کابل ترمینځ د ترینګلتیاوو د زیاتېدو خبرداری ورکړ او د سرحدي لارو د پرانیستلو او د دواړو هېوادونو ترمینځ د سوداګرۍ د بیا پیل ټینګار ئې وکړ.
دغه ائتلاف همدارنګه د اختلافاتو د حل لپاره د خبرو اترو، دوهاړخیزو همکاریو او د خیبرپښتونخوا صوبې د خلکو د امنیت د تأمین لپاره د حکومت د بیړني اقدام غوښتنه وکړه.
پاکستان له لیبیا سره د څلور میلیارد ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو د پلور تړون ته رسېدلی دی. دا تړون د پاکستان د تاریخ له سترو وسلوالو معاملاتو څخه شمېرل کېږي او جنګي الوتکې، روزنیزې الوتکې او ځمکنۍ او سمندري وسایل پکې شامل دي.
د وسلو د پلور دا تړون د پاکستان د دفاعي ځواکونو عمومی قومندان فیلډمارشال عاصم منیر او د ختیځ لیبیا د ځواکونو د عمومي قومندان خلیفه حفتر» ترمینځ په بنغازي کې له لیدنې وروسته نهائی شوی دی.
د غیر رسمي سرچینو د راپورونو له مخې، په دې تړون کې د JF-17 ډ وله ۱۶ جنګي الوتکو پلور، چې د پاکستان او چین ګډه څو موخیزه جنګي الوتکه ده، او همدارنګه د پیلوټانو د بنسټیزې روزنې لپاره د ۱۲ روزنیزو الوتکو پلور شامل دی.
پاکستانيو سرچینو هم ټینګار کړی چې په دې تړون کې ځمکنۍ او سمندري تجهیزات هم شامل دي او د تحویلي بهیر به ئې د دوو نیمو کلونو په مودې کې بشپړ شي.
خو له لیبیا سره هر ډول وسلوال تړون له لوړې حساسې څېړنې سره مخ دی، ځکه پر دغه هېواد له ۲۰۱۱ کال راهیسې د ملګرو ملتو له خوا دوسلو د پير پلور بندیزونه لګیدلي دي.
دوستانو د پاکستان او افغانستان د وروستیو بدلونونو په باب اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ،نو له تاسو هم اجازت غواړو.
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************