یوڅو هیوادونه له پاکستان څخه جی ایف اولس ډولس الوتکې اخلي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i169796-یوڅو_هیوادونه_له_پاکستان_څخه_جی_ایف_اولس_ډولس_الوتکې_اخلي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل د نړۍ یو څو هیوادونه له مونږ سره د جی ایف اولس ډوله الوتکو د اخیستلو لپاره چمتو دي.
(last modified 2026-01-21T06:56:03+00:00 )
Jan 21, 2026 11:23 Asia/Kabul
  • یوڅو هیوادونه له پاکستان څخه جی ایف اولس ډولس الوتکې اخلي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل د نړۍ یو څو هیوادونه له مونږ سره د جی ایف اولس ډوله الوتکو د اخیستلو لپاره چمتو دي.

هغه وویل له هندوستان سره له جنګ څخه وروسته د اروپايي هیوادونو په الوتکو باندې د جی ایف اولس ډوله الوتکو اهمیت زیات شوی دی.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل د حکومت د مخالفو ګوندونو د ائتلاف له مشر محمود خان اچکزي سره د مسلم لیګ ګوند د «نواز» څانګې د مشر نواز شریف اړیکې ښې دي له هغوې سره اختلاف کیدلای شي خو د هغوې سیاست چورلټ دی او که چیرې خبرې اترې په ښه نیت سره وشي نو ټولې مسلې حل کیږي.

د انتخاباتو د کمسیون د مشر د ټاکلو مسله به هم حل شي.