د ایران اسلامي جمهوریت د پاکستان مننه وکړه
Jan 24, 2026 05:25 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «رضا امیري مقدم» په جینیوا کښې د ایران په حق کښې د اصولي دریځ د غورکولو کولو په خاطر د پاکستان شکریه ادا کړه.
هغه وویل چې پاکستان د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا په غونډه کښې د ایران پرضد پریکړه لیک ته منفي رایه ورکړه.
په پاکستان کښې د ایران سفیر رضا امیري مقدم وویل چې د لومړي وزیر شهباز شریف او د خارجه وزیر اسحاق ډار تر مشرۍ لاندې د پاکستان اصولي کړچار د ستاینې وړ دی.
هغه وویل پاکستان د ایران پرضد د غیر منصفانه پریکړه لیک په هکله د رایو د اچولو د غوښتنې په کولو سره له جرات څخه ډک اقدام ترسره کړی دی.
رضا امیري مقدم وویل چې دا دریم ځل دی چې د ایران پرضد سیاسي او بې منطقه اقداماتو ماتې خوړلې ده.
ټیګونه