په خیبرپښتونخوا کې ۵ نوي زېږېدلي ماشومان په پنځمه ورځ مړه شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i170008-په_خیبرپښتونخوا_کې_۵_نوي_زېږېدلي_ماشومان_په_پنځمه_ورځ_مړه_شول
د پاکستان خیبرپښتونخوا د صوابي د شاه منصور په باچاخان طبي کمپلېکس کې په یو وخت زېږېدلي پنځه ماشومان په پنځمه ورځ وفات شول.
(last modified 2026-01-26T23:03:38+00:00 )
Jan 27, 2026 03:31 Asia/Kabul
  • په خیبرپښتونخوا کې ۵ نوي زېږېدلي ماشومان په پنځمه ورځ مړه شول

د پاکستان خیبرپښتونخوا د صوابي د شاه منصور په باچاخان طبي کمپلېکس کې په یو وخت زېږېدلي پنځه ماشومان په پنځمه ورځ وفات شول.

د خیبرپښتونخوا رسنیو پرون (دوشنبې په ورځ) راپور ورکړ چې په زېږېدلو ماشومانو کې یو هلک او څلور نجونې شاملې وې. د معلوماتو له مخې د ماشومانو پلار محمد نوید د صوابۍ د زیاتو سیمې د منصورخېل محلې اوسېدونکی دی.

د روغتون ادارې ویلي چې ټول پنځه ماشومان له وخته مخکې زېږېدلي وو او له هغو څخه څلور ماشومان د روغتون د نوزېږو ځانګړې څانګې (NICU) ته داخل کړل شوي وو، چې هلته ورته عصري طبي اسانتیاوې برابرې شوې وې.

د روغتون د ادارې په وینا، د ماشومانو زېږون او ورپسې درملنه د صحت کارډ تر چتر لاندې په بشپړ ډول وړیا ترسره شوې وه.

طبي کارپوهانو ویلي چې له وخت څخه مخکې زېږېدو او د کمزورۍ له امله د ماشومانو حالت ډېر نازک وو، له همدې امله هغوی ژوندي پاتې نه شول او وفات شول.