د خیبرپښتونخوا په باړې سیمه کې څلور کسان وژل شوي
Feb 03, 2026 17:02 Asia/Kabul
د خیبرپښتونخوا پولیس وایي، د خیبر ولسوالۍ په باړې سیمه کې د څلورو کسانو مړي موندل شوي دي.
پولیسو ویلي، دغه کسان په ډزو وژل شوي او د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.
د پولیسو مشر وقار احمد ویلي، مړي د قانوني بهیر تر بشپړېدو وروسته د عدلي څېړنو لپاره د ډوګره روغتون ته لېږدول شوي، او د پېښې اصلي لامل لا تر اوسه نهدی معلوم شوی.
چارواکو خبر ورکړی، چې د قضې اړوند یې له بېلابېلو اړخونو پلټنې پیل کړي دي.
ټیګونه