پاکستان بیاځلې د افغانستان د سفارت سرپرست احضار کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i170906-پاکستان_بیاځلې_د_افغانستان_د_سفارت_سرپرست_احضار_کړ
پاکستان د هغه څه په اعتراض کې چې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرو د بیا استفادې په نوم یادوي، په اسلام‌آباد کې د افغانستان د سفارت کاردار راوغوښت او د طالبانو حکومت ته یې خبرداری ورکړ چې پاکستان کولی شي د ترهګرو پر ضد په هر ځای کې چې وي اقدام وکړي.
(last modified 2026-02-19T09:45:39+00:00 )
Feb 19, 2026 14:12 Asia/Kabul
  • پاکستان بیاځلې د افغانستان د سفارت سرپرست احضار کړ

پاکستان د هغه څه په اعتراض کې چې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرو د بیا استفادې په نوم یادوي، په اسلام‌آباد کې د افغانستان د سفارت کاردار راوغوښت او د طالبانو حکومت ته یې خبرداری ورکړ چې پاکستان کولی شي د ترهګرو پر ضد په هر ځای کې چې وي اقدام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دفتر نن اعلان وکړ چې د افغانستان کاردار د بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښتل شو څو د تحریک طالبان پاکستان د ترهګرو عناصرو له خوا د باجور په سرحدي سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر ضد د برید لپاره د افغانستان له خاورې د استفادې په اړه د غندنې او اعتراض پیغام ترلاسه کړي.

په دغه اعلامیه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي: طالبانو ته ویل شوي چې باید پر ټولو ترهګرو ډلو چې د دې هېواد له خاورې فعالیت کوي، د هغوی مشرانو په شمول ، فوری، مشخص او ثابت اقدامات ترسره کړي.

پاکستان خبرداری ورکړ چې دا هېواد د دې حق لري چې د خپلو ځواکونو، ملکي وګړو او سرحدي سیمو د امنیت د تضمین لپاره هر ځای چې وي، د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت جدي اندېښنه څرګنده کړه چې د ترهګرو ډلو عناصر، په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو مشران، په افغانستان کې مېشت دي او له سزا څخه په خوندي توګه د دې ګاونډي له خاورې فعالیت کوي.