پاکستان په افغانستان کښې د ترهګرو په پټنځایونو بریدونه کړي دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان اطلاعاتو وزارت وویل چې دوې د استخباراتي معلوماتو پراساس په افغانستان کښې د ترهګرو په اوو پټنځایونو باندې بریدونه کړي دي.
پاکستان ویلي دي چې په هیواد کښې له پرله پسې ترهګرو بریدونو وروسته د دوې صبر ختم شوی دی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت زیاته کړه د پاکستان پرضد د افغانستان د خاورې استعمال باید بند شي.
یاد وزارت وویل د دوحې په تړون عمل کول ضروري دی او نړیواله ټولنه باید خپل رول ولوبوي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وویل د باجوړ او د بنو سیمو په حملو کښې په افغانستان کښې موجود خوارج لاس لري.
دغه راز د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو دفتر ايي ایس پي ار وویل چې دغه هیواد به د ترهګرو پرضد هر ډول اقدامات ترسره کړي هغوې چې هر چیرې وي.
د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو دفتر وویل د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان پرضد د خپلې خاورې د کارول کیدا په مخه نیولو کښې ناکامه دی.
د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې د ترهګرو ډلو په پټنځایونو د پاکستان دغه بریدونه په داسې حال کښې شوي دي چې په بنو سیمه کښې د حکومتي عسکرو په کاروان باندې د ترهګرو کسانو په حملې کښې د پاکستان د پوځ یو لیفټینټ کرنل او یو عسکر ووژل شول.
پاکستان د افغانستان په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کښې د ترهګرو په پټنځایونو بمبارې کړي او اسلام اباد وايي چې په دغو بریدونو کښې د ترهګرو ډلو بیخ بنایانې تباه شوي دي.
د افغانستان رسنیو وویل چې پاکستان د پکتیا ولایت په برمل او ارګون سیمو حملې کړي دي او په ننګرهار ولایت کښې یې په خوګیاڼیو ، بهسودو او غني خیلو ولسوالیو حملې ترسره کړي دي