ایران د امریکا وړاندیزونو ته چورلټ ځواب ورکړ
پارس ټوډې- امریکا په خپل وړاندیز کې د دوو میاشتو اوربند غوښتنه کړې وه، خو ایران ټینګار کړی چې موضوعات باید د ۳۰ ورځو په موده کې وروستۍ پرېکړې ته ورسېږي او د اوربند د غځولو پر ځای باید پر بشپړ پای تمرکز وشي.
د ایران رسنیو راپور ورکړی چې تهران د یوه پاکستاني منځګړي له لارې د امریکا ۹ ماده ییز وړاندیز ته ځواب ورکړی، چې تمرکز یې د جګړې پای دی.امریکا په خپل وړاندیز کې د دوو میاشتو اوربند غوښتنه کړې وه، خو ایران ټینګار کړی چې موضوعات باید د ۳۰ ورځو په موده کې وروستۍ پرېکړې ته ورسېږي او د اوربند د غځولو پر ځای باید پر بشپړ پای تمرکز وشي.د پوځي تېري د نه ترسره کېدو تضمین، د ایران له شاوخوا سیمو څخه د امریکایي ځواکونو وتل، د سمندري محاصرې ختمول، د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول، تاوان ورکول، د بندیزونو لغوه کول، او په ټولو جبهاتو لکه لبنان کې د جګړې پای ته رسول، همدارنګه د تنگه هرمز لپاره نوی میکانېزم، هغه مهم موارد دي چې د ایران په ۱۴ مادو وړاندیز کې شامل شوي دي.ایران منځګړو ته ویلي، که واشنګټن د دې نوي وړاندیز منلو ته چمتو وي، نو تهران چمتو دی چې راتلونکې اوونۍ خبرې اترې په پاکستان کې ترسره کړي.تهران باور لري چې د پخوانیو مذاکراتو پر مهال د امریکا د ژمنو ماتولو او همدارنګه د خبرو پر مهال د پوځي اقدام د تجربې له امله، دواړه لوري باید لومړی پر هغو موضوعاتو هوکړه وکړي چې د دواړو لپاره لومړیتوب او بېړنی اهمیت لري.له همدې امله، د ایران نوې مذاکراتي طرحه پر دې ولاړه ده چې خبرې باید د ټولو دښمنیو د قاطع پای او د ایران پر وړاندې د بریدونو د نه تکرار د تضمین په موضوع پیل شي.سره له دې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په شپه خبریالانو ته ویلي چې د ایران وړاندیز یې خوښ نه دی، خو واشنګټن لا تر اوسه رسمي ځواب نه دی ورکړی.د یادونې وړ ده چې ایران د ۱۴۰۴ لمریز کال په پسرلي او ژمي کې له امریکا سره د دوو ناکامو اټومي مذاکراتو وروسته—چې دواړه د مقابل لوري له پوځي بریدونو سره پای ته ورسېدل—او همدارنګه په پاکستان کې د خبرو یو پړاو وروسته، په وروستیو اونیو کې د جګړې د پای لپاره سیمهییزې او نړیوالې مشورې روانې ساتلې دي.که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ د اسلاماباد په مخامخ لومړني پړاو کې تمه کېده چې دواړه لوري د ایران د ۱۰ مادو طرحې پر بنسټ پر ټولو اختلافاتو یوه هر اړخیزه هوکړه وکړي، خو د امریکایي لوري پر زیاتو غوښتنو ټینګار د دې سبب شو چې خبرې له ناکامۍ سره مخ شي.