په خبرو کښې پرمختګ د امریکا د کړچار له بدلیدا سره تړلی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر«رضا امیری مقدم» د تپلي جنګ په دائمي ډول د بندولو لپاره د تهران د خبرواترو د پلان وړاندې کولو ته په اشارې سره وویل:ایران په خپلو دریځونو او غوښتنو کښې شفاف عمل کوي
او دا په امریکا پورې اړه لري که چیرې په صادقانه ډول د مسائیلو د حل کولو او په خبرو کښې د پرمختګ هڅه کوي باید خپل کړچار بدل کړي.
هغه وویل ایران د خپل هیواد دفاع او د ملت د ګټو په ساتلو کښې شفافیت لري او تهران د اوربند په پړاو او یا خبرو کښې دښمانانو ته د ناوړه استفادې اجازه ورکول نه مني.
په پاکستان کښې د ایران سفیر رضا امیري مقدم وویل د امریکا او د صهیونیسټ رژيم د تپلي او د تیریګر جنګ د ختمولو په هدف سره د ایران د اسلامي جمهوریت د خبرواترو نوی پلان څو ورځې مخکې د روان بهیر د اصلي مینځګړي په توګه د پاکستان دوستانو ته سپارل شوي او هغوې هم دغه وړاندیزونه امریکا ته منتقل کړي دي.
هغه ټینګار وکړ:د ایران او د امریکا ترمینځ د روانو خبرو اترو اصلي مینځګړی پاکستان دی کوم چې د جنګ له ختمیدا سره د مرستې لپاره ښې هڅې ترسره کوي او مونږ د پاکستان د وروڼو د دغو هڅو قدرونه کوو.
د ایران سفیر زیاته کړه پاکستان هماغه راز مینځګړی هیواد دی او ایران د مینځګړي د بدلولو لپاره هیڅ فیصله نلري او ظاهرا امریکا هم همدا دریځ لري نو ځکه خو د پیغامونو د تبادلې لپاره د مینځګړو اقدامات د ترسره کیدا په حال کښې دي.
هغه زیاته کړه د ایران د ملت لپاره دا خبره مهمه ده چې د امریکا زیات غوښتنې او یرغلیز کړچار دې بند شي او هغوې د ایران د اسلامي جمهوریت حقوقو ته د احترام لاره تعقیب کړي.