د پاکستان په کوټې ښار کې ځانمرګی بریدد کابو 70کسانو وینه وبهوَله
په راپور کې ويل شوي چې د اورګاډي سټېشن ته څېرمه د یوه امنیتي مرکز مخې ته زوروره چاودنه شوې چې کویټه ښار ئې سخت ولړزاوه.
ایرنا خبری آژانس له اسلام اباده راپور راکړ، د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کې نن سهار د ځانمرګي برید له امله 20 کسان وژل شوي او کابو 50 نور ټپیان شوي دي.
په راپور کې ويل شوي چې د اورګاډي سټېشن ته څېرمه د یوه امنیتي مرکز مخې ته زوروره چاودنه شوې چې کویټه ښار ئې سخت ولړزاوه.
په کویټه کې یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي چې د لومړنیو ارزونو له مخې دا پېښه ځانمرګی برید ؤ .د روغتون سرچینو ویلي چې د پېښې له ځایه ۸ مړي روغتون ته منتقل شوي او ۳۰ نور کسان ټپیان دي.
تر اوسه کومې ډلې د کویټې ښار د نن سهار نئ چاودنې مسئولیت نه دی منلی.
پخوا هم بېلتونپالو ترهګرو ډلو لکه بي ایل اې بیلتون پال غورځنګ ،د بلوچستان صوبې په بېلابېلو سیمو او د کویټې ښار په عامه او امنیتي ځایونو کې د ګڼو وسلهوالو بریدونو او ځانمرګو چاودنو مسئولیت منلی و
همداارز د پاکستان رسمي خبرونه ښئ چې په تیر شواروز کې په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې عملیات شوي چې په نتیجې کې ئې ۲۴ ترهه ګر هلاک شوي، ۷ امنیتي عسکر پکې شهیدان شوي
همداراز په راپور کې وئیل شوي کویټې ته څېرمه ۹ ترهګر وژل شوي، د سي ټي ډي ۴ ماموران هم شهیدان شوي، د ترهګرو له ولکې ډېره اندازه وسله ترلاسه شوې، په ډېره بګټي کې د ګیسو نللیکه ویجاړه شوې، په سوراب کې بمي چاودنه شوې، په بنو کې ۱۵ ترهګر وژل شوي . په لاهور او نورو ښارونو کې ۱۳ ترهګر نیول شوي دي.
کویټه، بنو، لاهور، ملتان ،په خیبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې پولیسو، د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) او امنیتي ځواکونو د بېلابېلو استخباراتي عملیاتو پر مهال ۲۴ ترهګر وژلي دي .
داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان دپوځ د ائي ایس پي آر د اعلامیې په اساس د الخوارج او بیلتون غواړو ترهه ګرو په ضد پاکونکي عملیات هماغه راز دوام لري.