د عبدالستار ایدهی په جنازه کښې په زرګونو خلقو ګډون وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i17413-د_عبدالستار_ایدهی_په_جنازه_کښې_په_زرګونو_خلقو_ګډون_وکړ
د پاکستان د ستر نړیوال خدمتګزار عبدالستار ایدهی د جنازې په نمونځ کښې د هرې طبقې په زرګونو خلقو ګډون وکړ او د هغۀ په فراق یې اوښکې وبیولې.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 09, 2016 14:58 Asia/Kabul
  • د عبدالستار ایدهی په جنازه کښې په زرګونو خلقو ګډون وکړ

د پاکستان د ستر نړیوال خدمتګزار عبدالستار ایدهی د جنازې په نمونځ کښې د هرې طبقې په زرګونو خلقو ګډون وکړ او د هغۀ په فراق یې اوښکې وبیولې.

زمونږ د رېډیو د رپوټ له مخې د پاکستان د ستر خدمتګزار په تېره بیا د غریبو، فقیرو، بې وزله او هغو کسانو چې څوک نه لری د یو ستر خدمت کوونکی عبدالستار ایدهی چې پرون په یو روغتون کښې د ګردو د بیمارۍ په وجه وفات شوے ؤ د جنازې د نمونځ مراسم د کراچۍپه ملی سټېډیم کښې د مولانا احمد خان نیازی امامت کښې ترسره شول. په دغو مراسمو کښې د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن، د سندهـ صوبې وزیراعلی سید قائم علی شاه، د وزیراعظم نواز شریف په نمائندګۍ د پنجاب صوبې وزیر اعلی شهباز شریف، د درې واړو قواو ستروقوماندانانو او د پاکستان ګڼ شمېر سیاسی، مذهبی او اجتماعی طبقو مشرانواو خلقو ګډون وکړه.

د رپوټ له مې له دې مخکې تقریباُ دوه زره امنیتی ځواکونو سخت امنیتی تدابیر غوره کړی وو. ویل کیږی چې عبدالستار ایدهی چې په اته اتیا کلنۍ کښې له دې فانی دنیا سترګې پټې کړې وصیت کړےؤ چې د سترګو په شمول د هغۀ د بدن اندامونه دې حاجتمونو ته ورکړے شی. همدارنګ هغۀ له دې مخکې د بیمارۍ په حال کښې په بهر هېواد کښې د حکومت لخوا د معالجې وړاندیز رد کړے ؤ او ترجیح یې ورکړې وه چې د هغۀ معالجه دې هم د عامه خلقو په شان په سرکاری روغتون کښې وشی.

له ضروتمنو انسانو سره د مرستې لپاره د ایدهی لخوا جوړ کړې شویو موسسو او ادارو د هېوادونو پولې نړولې وې او له پاکستانه علاوه د نړۍ په نورو هېوادونو کښې چې به د سېلابونو ، زلزلو او نورو آفتونو په وجه خلقو ته د مرستو او خدمتونو ضرورت پېښ شو نو د ایدهی ادارو ټیمونو به هلته ځانونه رسول. همداوجه ده چې نن چې هر څوک د هغۀ له وفاته خبریږی نو خفه کیږی او په سترګو کښې یې اوښکې راځی او د هرې طبقې خلق په یوه خوله وائی چې هغه یو مسیحا او په خپل مرګ سره یې بې وزله،کوڼدې رنډې یتیمان او بې آسرا خلق په ویر او ماتم ګډ کړل.

ارواښاد عبدالستار عیدی له خپلو موسسو څخه یوه پېسه هم د خپلو شخصی خرچونو لپاره نه ده لګولې او د خلقو لپاره یو نمونه جوړ شوےؤ.

روح دې ښاد وی.

------