د پاکستان په بلوچستان کښې پنځه ترهګر وژل شوی دی
Oct 06, 2016 10:42 Asia/Kabul
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د دغه هیواد د امنیتی ځواکونو په برید کښې پنځه ترهګر ووژل شول.
زمونږ خبریال وائی په کویټه ښار کښې د پولیسو او ترهګرو ترمینځ نښته کښې دوه ترهګر وژل شوی او درې نور زخمی شول.
نښته هغه مهال پیل شوه چې دغو ترهګرو په کویټه ښار کښې د پولیسو په ګاډی حمله وکړه.
بل خبر دا چې د پاکستان د بلوچستان صوبې په تربت سیمه کښې د دغه هیواد د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې درې ترهګر وژل شوی او پنځه نور ژوندی ونیوی شول.
په دغو عملیاتو کښې همداشان د ترهګرو دوه پټن ځایونه وران کړی شول او د هغوی زیاته اندازه مهمات او چاودنکی توکی هم ونیوی شول.