په پاکستان کښې لبیک یا رسول الله نومې غونډه ترسره شوه
Oct 06, 2016 12:47 Asia/Kabul
د پاکستان د اهل سنتو د مذهبی او سیاسی ډلو او ګوندونو ترمنیځ د یووالی رامینځته کولو په موخه (لبیک یا رسول ا...ص) نومې غونډه په لاهور کښې ترسره شوه.
تسنیم خبری آژانس لیکلی چې د لبیک یا رسول ا... تر عنوان لاندې غونډه د پاکستان د پنجاب صوبې په لاهور ښار کښې د دغه هیواد د اهل سنت عالم علامه خادم حسین رضوی په مشرۍ ترسره شوه او ډیرو اهل سنت عالمانو پکښې ګډون وکړ.