ایا لویدیځ د کشمیر د مسلې له اواری سره دلچسپۍ لری ؟
د پارس ټوډې د پښتو راډیو له راپور سره سم د پاکستان او هندوتسان دوه ګاونډی هیوادونه چی ایټمی وسلې هم لری کابو اویا کلونه کیږی چی د کشمیر د مسلې پر سر تل لاس و ګریوان دی .
په دغه موده کې د کشمیر مسله کله کله اوج اخلی ، لکه څرنګه چی د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کې د هند د پوځ په اډې له وروستۍ حملې وروسته دواړو هیوادونو ترمینځ وضعیت یو ځل بیا کړکیچن شوې دې . هند ادعا کوی چی یرغل ګر د پاکستان له خاورې راغلی وو خو پاکستان دغه ادعا ردوی او وایی چی دغه حمله د کشمیر په مظلومو خلکو د هندی عسکرو د ظلمونو په غبر ګون کې شوی ده او پاکستان پکې لاس نلری خو د پاکستان دولت د کشمیر له خلکو په خپل معنوی او اخلاقی ملاتړ اعتراف لری . د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ په وروستۍ غونډه کې په خپله وینا کې له نړیوالې ټولنې غوښتل چی په هند دباو واچوی چی د ملګرو ملتو د پریکړه لیکونو په اساس د کشمیر خلکو ته د خپل برخلیک د ټاکلو حق ورکړی چی د هند خارجه وزیرې میرمن سوشما سور اج هم د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ په غونډه کې د نواز شریف څرګندونو ته د ځواب په ترڅ کې وویل کشمیر له هند نه بیلیدونکی برخه ده او پاکستان دې دا خوبونه نه ګوری چی د هند خاوره ونیسی . د اسلام اباد دولت د میرمن سوشما سوراج دغه څرګندونې د ملګرو ملتو د منشور په خلاف وبللې او ویې ویل په داسې حال کې چی د کشمیر د مسلې پر سر د ملګرو ملتو پریکړه لیکونه تر اوسه د دغې موسسې په میز پراته دی ، د میرمن سوراج څرګندونې د ملګرو ملتو له منشور سره په تضاد کې دی . هند او پاکستان اوس له یوې خوا د کشمیر په کنټرول کر ښه کې په یوه بل ډزې کوی له بلې خوا دواړو هیوادونو ترمینځ ډیپلوماټیک جنګ هم خپل اوج ته رسیدلې دې ، چی داسې ښکاری په دغه جنګ کې هند له پاکستانه مخکې دې ، هند چی پرمخ تلونکې اقتصاد لری او ځان د سیمې زبر ځواک بولی هیڅ وخت به ونه غواړی چی له پاکستان سره په نښتې سره خپل اقتصادی پرمختګونه ودروی بلکې زیاتره د پاکستان په څنګته کولو پسې دې ، لکه څرنګه چی په لومړی ګام کې بریالې شو د سارک سرمشریزه چی ټاکل شوی وه په نومبر میاشت کې په اسلام اباد کې ترسره شی ، د هند ، بنګلادیش ، بوټان او افغانستان د نه ګډون د اعلان پر اساس وځنډیدله او دا په پاکستان د هند ستر سیاسی ګوزار وو ، نه یوازې په سیمه بلکې په نړیواله سویه هم د نړۍ ستر او مهم هیوادونه دې ته په پام سره چی د هند ستر بازار له لاسه ورنکړی ، د کشمیر په مسله کې د هند له دریځه پلویتوب کوی او د پاکستان د خارجه وزارت د مرستیال چودری اعزاز په وینا د کشمیر د مسلې په ارتباط د مهمو لویدیځو هیوادونو د توجه د جلبولو لپاره د پاکستان هلوځلو کومه نتیجه نده ورکړی بلکې د هغه په وینا چین هم چی له پاکستان سره په ملګرتیا ټینګار لری ، په عین حال کې په سیمه ایزو لومړیتوبونو کې د بدلونونو اشاره ورکړی ده . د یادولو ده چی چین هم د پاکستان له افراطی ډلو سره د چین د افراطی مسلمانانو د ارتباط په دلیل له پاکستانه ندې خوشحال او اوس له پاکستانه باوری راپورونه رارسی چی د دې ښودنه کوی د نواز شریف دولت د پردې شاته پوځ ته پیغام ورکړې دې چی یا باید د افراطی ډلو پرضد عملیات وکړی او یا هم ډېرې انزوا ته چمتو شی . که څه هم د پاکستان دولت دغه راپور رد کړې دې خو د نواز شریف دا په ډاګه څرګندونې چی ویلی یې دی جنګ د مسلې حل ندې ښئ چی د نوازشریف دولت د کشمیری ولس د پوځی فعالیتونو مخالف دې چی د پاکستان پوځ ترې ملاتړ کوی .
حقیقت دا دې چی که د هند د خارجه وزیرې په وینا پاکستان دې د نورو سیمو د نیولو خوبونه نه وینی ، هندوستان هم باید پوهه شی په زور خلک نشی کنټرولولې لکه څرنګه چی د هند پخوانی لومړی وزیر جواهر لال نهرو پخپله د کشمیر مسله ملګو ملتو ته وړی وه او د ملګو ملتو له لارې یې د د دغې مسلې د اواری غوښتنه کړی وه او په ډاګه یې ویلی وو چی په زوره واده نشی کیدلې ، اوس دا پوښتنه مطرح ده چی ولې ملګری ملتونه چی د کشمیر د مسلې پر سر یې پریکړه لیک هم صادر کړی دی او کشمیری ولس ته یې دا حق ورکړی دې ، خپل برخلیک په ارتباط پخپله فیصله وکړی ، په خپلو پریکړه لیکونو عمل نه کوی ؟
د پاکستان په بلوچستان کې د پیپلز پارټۍ عمومی منشی بسم ا... خان کاکړ د تهران پښتو راډیو ته په دې اړه وویل که سترو لویدیځو هیوادونو واقعا غوښتلې د کشمیر مسله اواره شی نو له سره به دا مسله نه جوړیده . د هغه په وینا انګلستان چی کله له هند برعظمګی وواته نو باید هند او پاکستان ترمینځ یې یوه مسله پریښودلی وای چی دغه دواړه هیوادونه په خپلو کې سره ښکیل وی چی هم له دې لارې په سیمه کې خپلې ګټې تامین کړی او دا هیوادونه د لویدیځ لپاره په خطرې بدل نشی او هم د هغو د وسلو جوړولو کارخانې فعالې وی چی په دغو هیوادونو خپلې وسلې خرڅې کړی . په دې اساس هند او پاکستان باید دغه مسلې درک کړی او په زوره د سیمو د نیولو فکر له ذهنه وباسی بلکې خلکو په تیره بیا کشمیری ولس ته دا حق ورکړی چی هغو څه غواړی او له پاکستان یا هندوستان سره یو ځای کیږی که یو خپلواکه هیواد غواړی . لنډه دا چی که لویدیځ غواړی لکه څرنګه چی په مشرقی تیمور او جنوبی سوډان کې یې لاس وهنه وکړه د کشمیر په مسلې کې هم په مداخلې سره دغه مسله اوارولې شی .
عاشق حسین طوری