پاکستان له افغانستان سره ۵۰۰ میلیون ډالره مرسته کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i27655-پاکستان_له_افغانستان_سره_۵۰۰_میلیون_ډالره_مرسته_کوی
د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان د لومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز دا خبره د بروکسل کانفرنس په ترڅ کې اعلان کړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 07, 2016 12:15 Asia/Kabul
  • پاکستان له افغانستان سره ۵۰۰ میلیون ډالره مرسته کوی

د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان د لومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز دا خبره د بروکسل کانفرنس په ترڅ کې اعلان کړه

د پاکستان خارجه وزارت  وویل چی سرتاج عزیز د بروکسل کانفرنس په څنګ کې له افغان ولسمشر اشرف غنی سره په کتنه او خبرو کې ټینګار وکړ چی په افغانستان کې دوامداره سوله د پاکستان د زړه ارزو ده او په افغانستان کې سوله او ثبات د اسلام اباد د پراختیا او ثبات هم ډیره اهمیت لری .

دواړو لورو ټینګار وکړ چی په افغانستان کې دوامداره سوله او ټیکاو یوازې د خبرو اترو او سیاسی حل لارو امکان لری .

اشرف غنی په دغه کتنه کې د سولې د خبرو اترو په هکله د پاکستان له مرستې د قدرونې په ترڅ کې  له خبرو اترو سره د یو ځای کیدا لپاره د طالبانو د ډډې کولو په هکله اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چی د سولې د خبرو اترو د ترسره کولو لپاره د طالبانو د ډډې کولو دوام د تاوتریخوالی ، وژلې او د افغان ولس د مشکلاتو سبب شوی دی .