نواز شریف په بلوچستان کې ننۍ ترهه ګره حمله وغندله
Oct 07, 2016 16:51 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف نن په بلوچستان صوبه کې په یوه اورګاډی کې د ترهه ګرې حملې په غندلو سره د دغې چاودنې د عاملانو د نیولو او سزا کولو لپاره د امنیتی ځواکونو د هلو ځلو په ضرورت تینګار وکړ .
د دغه راپور په اساس د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان هم د دغې چاودنې په غبر ګون کې د اسلام اباد له دولته غوښتل د خلکو د ځان او مال د ساتلو لپاره هڅه وکړی .
په بلوچستان صوبه کې په دغه اورګادی کې چی له کویټه د راولپنډۍ په لور روان وو ، له لیرې د کنټرولیدونکی بمونو دوې چاودنې وشوې چی له امله یې لږ تر لږه ۸ کسان مړه او ۲۰ هم ژوبل شول .
د بلوچستان صوبه د پاکستان یوه ناامنه صوبه حسابیږی .
.