پاکستان به دکشمیر په موضوع کې هیڅکله هم شاتګ ونه کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i27751-پاکستان_به_دکشمیر_په_موضوع_کې_هیڅکله_هم_شاتګ_ونه_کړی
زمونږ خبریال راپورراکړ په بهرنیو چارو کې دپاکستان دلومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز نن ددې خبرې په کولو سره چې دغه هیواد به دهندوستان په مقابل کې دکشمیر په موضوع کې شاتګ ونه کړی ویلی دی، دنوی ډیلی اواسلام اباد داړیکو دښه کیدا یوازینۍ لاره دکشمیر دموضوع په وړاندې دهند دسیاسی اوامنیتی دریځ بدلیدا ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2016 11:51 Asia/Kabul
  •   پاکستان به دکشمیر په موضوع کې هیڅکله هم شاتګ ونه کړی

زمونږ خبریال راپورراکړ په بهرنیو چارو کې دپاکستان دلومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز نن ددې خبرې په کولو سره چې دغه هیواد به دهندوستان په مقابل کې دکشمیر په موضوع کې شاتګ ونه کړی ویلی دی، دنوی ډیلی اواسلام اباد داړیکو دښه کیدا یوازینۍ لاره دکشمیر دموضوع په وړاندې دهند دسیاسی اوامنیتی دریځ بدلیدا ده .

 سرتاج عزیز  همداراز ټینګار کړی ،  هندی حکومت   په یواړخیز ډول دسندطاس  موافقې خلاف ورزی نشی کولی .

 د دغه راپورپه اساس  هندوستان په همداوروستیو کې  له پاکستان سره ګډې پولې ته  دڅه دپاسه لس زره ځواک په لیږدولو سره  اعلان کړی چې  د دغه هیواد ټوله آبی  لارې به وتړی .

 هندی حکومت ټینګار کړی  که پاکستان  دترهه ګرۍ دبشپړ له مینځه وړلو لپاره  خپلې هڅې زیاتې نه کړی ، نو  دسند طاس موافقې ته له  پامه پرته  به  هغه ټوله آبی لارې چې  دغه هیواد باندې ختمیږی ، وتړی .

 دویلو ده  هند اوپاکستان ترمینځ  په همداوروستیو کې دځینو سرحدی شخړو له  امله خپل مینځنی ترینګلتیاوې ډیرې زیاتې شوی دی  اوپه همداوروستیو کې څو ځله په پوله ایزو شخړو کې دواړو خواؤ ته یو شمیر مرګ ژوبلې هم اوښتی دی .